د وفاقي سرکاري ملازمانو 75 فیصد سروس ریکارډ ډیجیټلائز كړے شو

  اسلام آباد۔03 اګست  (اے پي پي) وفاقي حکومت د بشري وسائلو انتظام جدید جوړولو او  په  کاغذي ریکارډ انحصار کمولو لپاره  د څلورو آکوپیشنل ګروپس  څخه تعلق  لرونكو د  وفاقي سول سرونټس  نزدې 75 فیصد سروس ریکارډ ډیجیټلائز کړے دے ۔  ویلتھ پاکستان ته د تر لاسه او د  سینیټ د كابينه كمېټۍ ته په کابینه سیکریټریټ كښې د وړاندې كړي سرکاري دستاویزات  تر مخه د اسټیبلشمنټ ډویژن  هیومن …

 

اسلام آباد۔03 اګست  (اے پي پي) وفاقي حکومت د بشري وسائلو انتظام جدید جوړولو او  په  کاغذي ریکارډ انحصار کمولو لپاره  د څلورو آکوپیشنل ګروپس  څخه تعلق  لرونكو د  وفاقي سول سرونټس  نزدې 75 فیصد سروس ریکارډ ډیجیټلائز کړے دے ۔  ویلتھ پاکستان ته د تر لاسه او د  سینیټ د كابينه كمېټۍ ته په کابینه سیکریټریټ كښې د وړاندې كړي سرکاري دستاویزات  تر مخه د اسټیبلشمنټ ډویژن  هیومن ریسورس مینجمنټ انفارمیشن سسټم (ایچ آر ایم آئي ایس) نفاذ د لارې په دې لړ كښې ښكاره  پیشرفت کړے دے ۔دستاویزات تر مخه  ایچ آر ایم آئي ایس يو مرکزي ډیجیټل پلیټ فارم دے ، په كوم چې د پاکستان ایډمنسټریټو سروس (پي اے ایس)، پولیس سروس آف پاکستان (پي ایس پي )، آفس مینجمنټ ګروپ (او ایم جي ) او د سیکریټریټ ګروپ (ایس جي)  څخه تعلق لرونكو افسرانو سروس ریکارډ محفوظ کړے كېږي ۔ د بریفنگ ترمخه نزدې د  75 فیصد سروس ریکارډ ډیټا د وړاندې نه  ایچ آر ایم آئي ایس كښې شامله كړې شوې  او پاتي ریکارډ په ترجیحي بنیادونو ډیجیټلائز کیېږي۔دستاویزات كښې وئېلي شوي دي  اسټیبلشمنټ ډویژن د ریکارډ تصدیق، سمونې او د تکمیل لپاره هم جامع د كر كتنې عمل هم روان ساتلے دے  ٬ دغسې چې په نظام كښې موجود ټول معلومات مستند، مکمل او  سم وي  ۔ډیجیټل پلیټ فارم كښې د چارواكو  ذاتي معلومات، تقررۍ، ترقي، سنیارټي، تعلیمي قابلیت، تربیتي ریکارډ، د رخصتۍ تفصیلات، پرفارمنس ایویلیوایشن رپورټس (پی اي آرز) او نور د سروس  په اړه معلومات شامل دي  ۔چارواكو ته د خپل  ریکارډ جاج اغستو  او د ضروري تصحیح لپاره د  درخواستونو جمع کولو سهولت هم وركړے شوے ، كوم به چې  د تصدیق نه پس د نظام برخه جوړولې شي ۔