اسلام آباد۔3اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د آزاد کشمیر قانون ساز اسمبلۍ ټاكنو په دويم پړاؤ كښې په كاميابۍ د مباركۍ خپل پیغام كښې وئيلي د مسلم ليګ (ن) كاميابي د آزاد كشمير د اولس د مسلم ليګ نون په پالېسيو د باور څرګندونه ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د آزاد كشمير ټاكنو په دويم پړاؤ …
د ټاكنو دويم پړاؤ كښې كاميابي د مسلم ليګ (ن) په پالېسيو د كشميري اولس د باور څرګندونه ده: وزیراعظم شهباز شریف

مزید خبریں
اسلام آباد۔3اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د آزاد کشمیر قانون ساز اسمبلۍ ټاكنو په دويم پړاؤ كښې په كاميابۍ د مباركۍ خپل پیغام كښې وئيلي د مسلم ليګ (ن) كاميابي د آزاد كشمير د اولس د مسلم ليګ نون په پالېسيو د باور څرګندونه ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د آزاد كشمير ټاكنو په دويم پړاؤ كښې په بريا د مسلم ليګ نون ستر قائد نواز شريف او كاميابي ترلاسه كوونكو كانديدانو له مباركي وركولو سره ووئيل زه كامياب ګرځولې شوو كانديدانو له د زړه له كومي مباركي وركوم۔ ده وزئيل د كاميابۍ دا تسلسل د قائد نواز شريف او د مسلم ليګ نون د ټولې ډلې د خوارۍ مېوه ده۔ ده ووئيل د آزاد كشمير پرمختګ او سوكالي او د دغې ځاې د اولس خېر ښېګړه د مسلم ليګ نون په لومړو ترجيحاتو كښې شامله ده۔








