وزيراعظم ملك ظهير اقبال او د هغه ورور سره د پلار ملك اقبال چنړ په مړينه غمرازي وكړه

بهاولپور۔3 اګست (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف په بهاولپور كښې د پنجاب اسمبلۍ مرستيال سپيكر ملك ظهير اقبال چنړ او د هغه د ورو ملك منېر اقبال چنړ استوګنې ته لاړو او هغوي سره يۍ د پلار ملك اقبال چنړ په مړينه غمرازي وكړه۔ د ګل په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع بهاولپور سره تعلق لرونكي د …

بهاولپور۔3 اګست (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف په بهاولپور كښې د پنجاب اسمبلۍ مرستيال سپيكر ملك ظهير اقبال چنړ او د هغه د ورو ملك منېر اقبال چنړ استوګنې ته لاړو او هغوي سره يۍ د پلار ملك اقبال چنړ په مړينه غمرازي وكړه۔ د ګل په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع بهاولپور سره تعلق لرونكي د قومي او صوبائي اسمبلۍ غړي او نورو سياسي مشران هم موجود وو۔ وفاقی وزیران احسن اقبال ٬  اعظم نذیر تارړ، اوېس لغاری او عطا تارړ هم وزيراعظم سره و۔ وزيراعظم ګوند سره د ارواښاد وفاداري ستائلو سره ووئيل هغه په مسلم ليګ نون كښې د يو سياسي لارښودو په توګه په زړه پورې كردار ترسره كړو۔ وزيراعظم دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم  توفيق وركړي۔