اسلام آباد۔2 اګست(اے پی پی) د كشمير٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ټولو ګوندونو څخه غوښتنه كړې ده چې هغوي دې جمهوري عمل په سوله ييز ډول مخ په وړاندې تللو او ووټران د بېلټ باكس د لارې پرېكړه كولو ته پرېږدي۔ په اسلام آباد كښې ميډيا سره خبرو كښې انجنيئر امير مقام ووئيل سياسي ګوندونه دې د تورونو لګول په ځاې د اولس باور …
سياسي ګوندونه دې جمهوري عمل په سوله ييز ډول مخ وړاندې تللو ته پرېږدي: انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد۔2 اګست(اے پی پی) د كشمير٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ټولو ګوندونو څخه غوښتنه كړې ده چې هغوي دې جمهوري عمل په سوله ييز ډول مخ په وړاندې تللو او ووټران د بېلټ باكس د لارې پرېكړه كولو ته پرېږدي۔ په اسلام آباد كښې ميډيا سره خبرو كښې انجنيئر امير مقام ووئيل سياسي ګوندونه دې د تورونو لګول په ځاې د اولس باور ترلاسه كولو پلو پام وګرځوي۔ ده ووئيل د تورونو د لارې د ټاكنو نتيجې بدلېدې نه شي۔ ده سياسي فريقېن ته خواست وكړو چې هغوي د اولس پرېكړه بالغ نظرۍ سره قبوله كړي۔ امير مقام وويل مسلم ليګ نون د سياسي اختلافاتو باوجود د ګلګت بلتستان نتيجې قبولې كړې وې او هيله لري چې نور ګوندونه به هم داسې وكړي۔ ده ووئيل مسلم ليګ نون به د ټاكنو د نتيجو احترام كوي۔ ده ووئيل د آزاد كشمير اولس به يو وارې بيا د پي اېم اېل اېن په مشرتابه د باور څرګندونه كوي۔ ده ووئيل كه د كشمير اولس حقيقي بدلون او تلپاتې پرمختګ غوزاړي نو هغه يوازې د ستر لارښودو نواز شريف او وزيراعظم شهباز شريف په مشرتابه كښې ممكن دے۔










