اسلام آباد۔2 اګست (اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي الېكشن كمېشن آزاد كشمير په اولني پړاؤ كښې زمونږ په شكايتونو كارروائي كولو كښې ناكامه پاتے شوے دے٬ كه دغه وخت كارروائي شوې وې نو نن به د دويم پړاؤ ټاكنو وقار بحال شوے و۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې بلاول بھټو زرداري ووئيل پي پي پي په هغه ټولو …
اليكشن كمېشن آزاد كشمير اولني پړاؤ كښې زمونږ په شكايتونو كارروايي كولو كښې ناكامه پاتے شو: بلاول بهټو زرداري
اسلام آباد۔2 اګست (اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي الېكشن كمېشن آزاد كشمير په اولني پړاؤ كښې زمونږ په شكايتونو كارروائي كولو كښې ناكامه پاتے شوے دے٬ كه دغه وخت كارروائي شوې وې نو نن به د دويم پړاؤ ټاكنو وقار بحال شوے و۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې بلاول بھټو زرداري ووئيل پي پي پي په هغه ټولو پړاونو كښې ٬ چرته چې ټګي شوې او الېكشن كمېشن په كارروايۍ كولو كښې ناكامه پاتې شوې ٬ د احتجاج كولو او د بيا ټاكنو غوښتنې كولو حق محفوظ لري۔ ده ووئيل مونږ د ننو ټاكنو حوالې سره يو شمېر تحريري شكايتونه الېكشن كمېشن ته لېږلې دي۔ ده هيله څرګنده كړه چې الېكشن كمېشن به فوري كارروائي وكړي او د دويم پراؤ ټاكنو شفافيت او انصاف به باوري كړي۔











