اسلام آباد۔1اګست(اے پی پی) د وزيراعظم د بېن الصوبائي رابطې سلاكار سېنېټر رانا ثناﺀ الله په براډ پېك د واورې كمر پرېوتو په پېښه د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي دي دا يوه زياته د افسوس وړ پېښه ده۔ پاكستان د نيپال اولس په غم كښې يو برابر شريك دے۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د قراقرم په غرئيزه لړۍ كښې په په براډ پېک …
سېنېټر رانا ثناﺀ الله براډ پېك پېښه كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔1اګست(اے پی پی) د وزيراعظم د بېن الصوبائي رابطې سلاكار سېنېټر رانا ثناﺀ الله په براډ پېك د واورې كمر پرېوتو په پېښه د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي دي دا يوه زياته د افسوس وړ پېښه ده۔ پاكستان د نيپال اولس په غم كښې يو برابر شريك دے۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د قراقرم په غرئيزه لړۍ كښې په په براډ پېک د يو نړيوال غره ختونكي مهم لس غړي د واورو كمر لاندې ګېر شول۔ په غره ختونكو كښې 6 نيپالي او څلور نورو كښې د پاكستان٬ امريكا ٬ چين او عمان غره ختونكے شامل و۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت براډ پېک پېښې څخه فوري وروستو سرچ اېنډ ریسکیو آپرېشن ته ترجيح وركړه۔ د څلورو كسانو جسدونه موندل شوي دي په كومو كښې چې نيپالي غره ختونكے بهادر ګورونګ هم شامل دے۔ پاك پوځ او ټولو اړوندو سركاري ادارو د چورلكو ٬ ډرونز او هر ممكن وسائلو سره د مرستې كارونه روان ساتلې دي۔ ده ووئيل پاكستان به د بې دركه شوو غره ختونكو لټون تهر پايې رسولو ټول ممكنه وسائل كاروي۔









