ګورنر فېصل كريم كنډي رزمك كښې د 5 هندي سپانسرډ خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته  پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد۔1اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د شمالي وزيرستان په رزمك سيمه كښې د امنيتي ځواكونو د انټېلي جنس بېسډ آپرېشن ستائنه كولو سره د 5 هندي سپانسرډ ترهګرو په وژولو هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې ګورنر د آپرېشن په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كوونكي مېجر حافظ احسان الهي ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو …

اسلام آباد۔1اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د شمالي وزيرستان په رزمك سيمه كښې د امنيتي ځواكونو د انټېلي جنس بېسډ آپرېشن ستائنه كولو سره د 5 هندي سپانسرډ ترهګرو په وژولو هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې ګورنر د آپرېشن په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كوونكي مېجر حافظ احسان الهي ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مېجر حافظ احسان الهي د خپلې ډلې مشري كولو په مهال سره د ځانګړې مړانې او پېشه ور صلاحيت څرګندونه وكړه۔ د ده ستره قرباني به تل ياده ساتلې شي۔ ده ووئيل ټول قام د خپلو وسلو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده شهید مېجر حافظ احسان الٰهی له د لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ګورنر ددې عزم پخلې وكړو چې سپانسرډ خوارج او د هغوي سهولت كار به كله هم خپلو ناوړه عزائمو كښې كامياب نه شي۔