د امنيتي ځواكونو نوشكي كښې دفتنة الهندوستان ترهګرو خلاف آپريشن ٬ د ځانمرګې بريد كوونكي په شمول 7 ترهګر ووژل شول

پېنډۍ ۔1اګست(اے پی پی) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په نوشكي ضلع كښې انډين پراكسي فتنة الهندوستان سره د تعلق لرونكو ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع انټېلي جنس بېسډ آپرېشن وكړو په كوم كښې چې د ځانمرګې بريد كوونكي په شمول 7 انډين سپانسرډ ترهګر ووژل شول۔ د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوې خبر پاڼه كښې وئيلې شوي دي چې د  30/31 جولائی 2026 منځومانۍ …

پېنډۍ ۔1اګست(اے پی پی) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په نوشكي ضلع كښې انډين پراكسي فتنة الهندوستان سره د تعلق لرونكو ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع انټېلي جنس بېسډ آپرېشن وكړو په كوم كښې چې د ځانمرګې بريد كوونكي په شمول 7 انډين سپانسرډ ترهګر ووژل شول۔ د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوې خبر پاڼه كښې وئيلې شوي دي چې د  30/31 جولائی 2026 منځومانۍ شپې آپرېشن په مهال د ترهګرو پټ ځاې په ګوته كړې شو او د فورسز په وخت سرجيكل كارروايۍ كښې د ځانمرګي بريد كوونكي په شمول 7 انډين سپانسرډ ترهګر ووژلې شوو۔ ګوله بارود او نور چاؤدېدونكي توكي په موقع ناكاره كړې شول۔ په سيمه كښې د موجود كوم هم بل انډین سپانسرډ ترهګر ختمولو له كليئرنس آپرېشن روان دے۔ امنيتي ځواكونه او د پاكستان قانون نافذ كوونكې ايجنسۍ به د عزم پاكستان وژن لاندې د غېر ملكي سپانسرډ ترهګرۍ ناسور ختمولو له زور او شور سره د ترهګرۍ مخنيوي كمپائن دوامدار ساتي۔