اسلام آباد۔1اګست (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د قومي اسمبلۍ غړي ملك اېم اقبال چڼر په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره د هغه سياسي او اولسي خذماتو ته په غوره ټكو كښې پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د خالي په ورځ د غمرازۍ په جاري شوي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د ملك اېم اقبال چنړ په …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ملك اېم اقبال چنړ په مړينه غمرازي
اسلام آباد۔1اګست (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د قومي اسمبلۍ غړي ملك اېم اقبال چڼر په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره د هغه سياسي او اولسي خذماتو ته په غوره ټكو كښې پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د خالي په ورځ د غمرازۍ په جاري شوي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د ملك اېم اقبال چنړ په حق رسېدو سره هېواد يو مخلص اولسي نمائنده څخه محروم شو۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د پنجاب اسمبلۍ مرستيال سپيكر ملك ظهير اقبال چنړ سره د هغه د پیلار اېم اقبال چنړ په مړينه غمرازي وكړه۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔










