اسلام آباد۔1اګست (اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری په شمالی وزیرستان كښې په کامیاب انټېلی جنس بېسډ آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت ووئيل په رزمک آپرېشن كښې د هندي ملاتړ لرونكې فتنة الخوارج 5 ترهګر وژل د امنيتي ځواكوننو د مړانې او كوټلي عزم څرګندونه ده۔ ده د آپرېشن په مهال د …
صدرِ مملکت آصف علی زرداری شمالی وزیرستان كښې په کامیاب انټېلی جنس بېسډ آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد۔1اګست (اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری په شمالی وزیرستان كښې په کامیاب انټېلی جنس بېسډ آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت ووئيل په رزمک آپرېشن كښې د هندي ملاتړ لرونكې فتنة الخوارج 5 ترهګر وژل د امنيتي ځواكوننو د مړانې او كوټلي عزم څرګندونه ده۔ ده د آپرېشن په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كونكي مېجر احسان الهي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل قام به د خپلو مېړنو فرزندانو قربانۍ تل يادې ساتي۔ صدرِ مملکت ووئيل مېجر حافظ احسان الهي شهيد د وطن دفاع لپاره د خپل ځان قرباني وركولو سره د فرض شناسۍ ٬ مړانې او قيادت اعلی مثال پرېښودو۔ ده ووئيل د شهيدانو سترې قربانۍ د پاكستان د دفاع قومي عزم لا پياوړے كوي۔










