اسلام آباد۔1اګست (اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د مور شېدو نړیواله اونۍ هر کال د اګست له اولنۍ نېټې څخه تر اوومې نېټې لمانځل کیږي۔ د دې اونۍ د نمانځلو بنيادي مقصد د ماشومانو د روغتیا لپاره د مور شېدو اهمیت رامخې ته كول او مېندو سره د دې عمل په ترويج كښې مرسته كول دي۔ د مور شیدې ماشوم لپاره زياتې ضروري دي …
د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د مور شېدو نړيواله اونۍ د اګست په اولنۍ نېټه پېل شوه
اسلام آباد۔1اګست (اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د مور شېدو نړیواله اونۍ هر کال د اګست له اولنۍ نېټې څخه تر اوومې نېټې لمانځل کیږي۔ د دې اونۍ د نمانځلو بنيادي مقصد د ماشومانو د روغتیا لپاره د مور شېدو اهمیت رامخې ته كول او مېندو سره د دې عمل په ترويج كښې مرسته كول دي۔ د مور شیدې ماشوم لپاره زياتې ضروري دي كومې چې د ماشوم د مدافعت قوت پياوړے كوي۔ د روغتيا نريوالې ادارې له مخې په ډېرو هېوادونو کښې ماشومانو ته لومړیو شپږو میاشتو لپاره د مور شیدو ورکولو خصوصي شرح 50 فيصد څخه كمه ده۔ د نوي زېږېدلو ماشومانو لپاره د مور شېدې د غذائي موادو او بائيو اېكټو مېنوفېكچرنګ عواملو يو ګڼ اړخيزه مركب دے كوم چې د ژوند په اولنو شپږ مياشتو كښې ماشوم لپاره زيات ضروري دے۔ د مور شیدو نړیوالې اونۍ په مهال به ګرد هېواد كښې د دولتي، غیر دولتي، شخصي، طبي او خیریه ادارو لخوا بېلابېل پروګرامونه ترسره شي او د ماشومانو لپاره د مور شېدو د اهمیت په اړه به پوهاوی ورکړل شي.










