پاکستان په غزه امن منصوبه عملدرآمد پلو د مثبت پېشرفت هركلې وكړو

اسلام آباد۔1اګست(اے پی پی)پاکستان په غزه امن منصوبه عملدرآمد پلو مثبت پېشرفت خوشبين ګرځولے دے۔ د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خالي په ورځ په خپور شوي يو بيان كښې وئيلې شوي چې پاکستان په غزه امن منصوبه د عملدرآمد په لړ كښې د بورډ آف پيس لاندې د شوي پېشرفت هركلې كوي۔ د بيان له مخې پاکستان د امریکا، مصر، قطر او ترکیې په ګډون د منځګړو هېوادونو د …

اسلام آباد۔1اګست(اے پی پی)پاکستان په غزه امن منصوبه عملدرآمد پلو مثبت پېشرفت خوشبين ګرځولے دے۔ د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خالي په ورځ په خپور شوي يو بيان كښې وئيلې شوي چې پاکستان په غزه امن منصوبه د عملدرآمد په لړ كښې د بورډ آف پيس لاندې د شوي پېشرفت هركلې كوي۔ د بيان له مخې پاکستان د امریکا، مصر، قطر او ترکیې په ګډون د منځګړو هېوادونو د دوامداره سفارتي هڅو ستاینه کوي او هیله لري چې دا پرمختګ به د غزه امن منصوبې له مخې د شوې ټولو لوظونو د پاللو لاره هواره كړي۔ په بيان كښې پاکستان باور څرګند كړو چې دا هڅې به د نړيوال قانون ٬ نړيوال جواز او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو له مخې د فلسطینیانو د خپلواکۍ د نه بدلیدونکي حق په ترلاسه کولو کښې مرسته وکړي۔ په بیان کې دا هم ویل شوي چې دا سیاسي  عمل باید د 1947 کال له پخوانیو پولو په بنسټ د یو خپلواکه، په جغرافيائي توګه متصل او د عمل وړ فلسطني رياست په جوړېدو پایله ولري د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي۔