پېنډۍ ۔1اګست(اے پی پی) فیلډ مارشل سید عاصم منیر په پاک - چین پیاوړې اړیکو رڼا اچولو سره ویلي د دواړو هیوادونو دوستي ځانګړې، د وخت له ازموینې تېره شوې او د بدلیدونکو سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو باوجود لاهم پیاوړې پاتې ده۔ د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا خپره شوې خبرپاڼې له مخې د چین د اولسي جمهوري پيپلز لبرېشن آرمي (پي اېل اے) 99مه …
پاک – چین ملګرتيا د سيمه ييزو او نړيوالو ننګونو باوجود لا هم پياوړې پاتې ده: فيلډ مارشل عاصم منېر
پېنډۍ ۔1اګست(اے پی پی) فیلډ مارشل سید عاصم منیر په پاک – چین پیاوړې اړیکو رڼا اچولو سره ویلي د دواړو هیوادونو دوستي ځانګړې، د وخت له ازموینې تېره شوې او د بدلیدونکو سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو باوجود لاهم پیاوړې پاتې ده۔ د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا خپره شوې خبرپاڼې له مخې د چین د اولسي جمهوري پيپلز لبرېشن آرمي (پي اېل اے) 99مه کلیزه په جي اېچ كيو پنډۍ كښې ولمانځلې شوه۔ په پاکستان کښې د چین سفیر جیانګ زیډونګ په دې موقع خصوصي مېلمه و۔ د چین دفاعي اتاشي مېجر جنرال وانګ ژونګ، د چین سفارت چارواکي او د پاکستان د درې واړو پوځي ځواکونو لوړ پوړي چارواکي هم په دغه غونډه کښې ګډون وکړو. فیلډ مارشل سید عاصم منیر مېلمنو ته تود هركلې ووې او پي اېل اے ته يۍ په 99 مه سالګره مباركي وركړه۔ هغه د چين د دفاع ٬ قامي پرمختګ او نړيوال امن او سلامتيا كښې د پي اېل اے خدمتونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په پاک – چین پیاوړې اړیکو رڼا اچولو سره هغه ووئيل د دواړو هیوادونو دوستي ځانګړې، د وخت له ازموینې تېره شوې او د بدلیدونکو سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو باوجود لاهم پیاوړې پاتې ده۔ ده ددې خبرې تصديق وكړو چې پاک پوځ او پي اېل اے حقيقي همكاران دي كوم چې يو بل سره په متقابل باور او د سيمه ييز امن ٬ ثبات او ګډو ستراتيجيكي ګټو د تحفظ په عزم تړلي دي۔ په دې موقعه دستورې ته خپل خطاب كښې د چين سفير جيان زائي ډونګ د دې يادګاري دستورې په كوربتوب كولو د فيلډ مارشل عاصم منېر مننه وكړه۔ ده د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ د خدماتو او قربانيو اعتراف وكړو۔ سفير پاكستان لپاره د چين د نه كمزورې كېدونكي ملاتړ او د دواړو هېوادونو ترمينځه همه موسمي تذويراتي همكاري له مستحكمولو له د تلپاتي عزم پخلے وكړو۔










