اسلام آباد۔1اګست (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري د سوئس کنفېډرېشن ولسمشر ګای پارملین، فېډرل كونسل او سوئسي اولس ته د ملي ورځې په مناسبت مبارکي ويلې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ څانګې راپور له مخې د مباركۍ په خپل پېغام كښې ولسمشر د پاکستان او سوئټزرلېنډ ترمنځ اړیکې د متقابل باور، ګډو ارزښتونو او جوړښتي همکارۍ په بنسټ ولاړې بللي دي۔ هغه وویل پاکستان دې څو …
ولسمشر آصف علي زرداري خپل سوئسي همڅنګ ، اولس او فېډرل كونسل له د ملي ورځې مباركي وركړه
اسلام آباد۔1اګست (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري د سوئس کنفېډرېشن ولسمشر ګای پارملین، فېډرل كونسل او سوئسي اولس ته د ملي ورځې په مناسبت مبارکي ويلې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ څانګې راپور له مخې د مباركۍ په خپل پېغام كښې ولسمشر د پاکستان او سوئټزرلېنډ ترمنځ اړیکې د متقابل باور، ګډو ارزښتونو او جوړښتي همکارۍ په بنسټ ولاړې بللي دي۔ هغه وویل پاکستان دې څو اړخیزو اړیکو ته په ځانګړې توګه سوداګرۍ، پانګونې، ټېکنالوژۍ، کرنې، درملو، سېلګرۍ، موسمياتي بدلون او د ټېكسټائل په برخو کښې د قدر په سترګه ګوري۔ ولسمشر آصف علي زرداري وویل دواړه ملتونه د نړیوالې سولې كلك عزم لري او دوی په مختلفو څو اړخیزو فورمونو تړون په ځاې ساتلې دې۔ هغه وویل پاکستان د نړیوالې سولې په وده کښې د سوئس رول ستايي۔ ولسمشر د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو مهمو نړیوالو ادارو د کوربه توب په برخه کښې د سوئس د رول ذكر هم وكړو چرته چې پاکستان په جنېوا کښې له لسیزو راهیسې خپل تلپاتې استازیتوب لري. ولسمشر باور څرګند کړ چې په راتلونکو کلونو کښې به د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستي او همکاري ه د دواړو ملتونو د خلکو په ګټه نوره هم پراخه شي۔










