د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر سره كوئټه كښې د پلاويو ملاقات٬د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال٬بلوچستان كښې په روانو پرمختيائي پروژو د خيالاتو څرګندونه

  كوئټه 31 جولائي (اے پي پي)د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر وئېلي دي د مسلم ليګ(ن)صدر محمد نوازشريف او وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان پرمختګ ته خاص اهميت وركوي او په صوبه كښې پرمختيائي پروژو لپاره په وفاقي بجت كښې زيات رقم مختص كړے شوے ۔ده دا خبره د جمعې په ورځ كوئټه كښې بيلا بېلو پلاويو سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې كړې٬په پلاوي …

 

كوئټه 31 جولائي (اے پي پي)د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر وئېلي دي د مسلم ليګ(ن)صدر محمد نوازشريف او وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان پرمختګ ته خاص اهميت وركوي او په صوبه كښې پرمختيائي پروژو لپاره په وفاقي بجت كښې زيات رقم مختص كړے شوے ۔ده دا خبره د جمعې په ورځ كوئټه كښې بيلا بېلو پلاويو سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې كړې٬په پلاوي كښې ايډووكيټ طارق بټ٬جاويد احمد خان٬جهانګير خان كهروټي٬سميرا خان٬مير زمان لهړي٬مير لياقت٬لياقت راجپوت او نور شامل وو۔د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر ووئيل  په بلوچستان كښې مېشته كشميري ورورولۍ د صوبې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره چې كوم خذمات ترسره كړي هغه نه هېرېدونكې دي او د ستائنې وړ دي۔د ملاقاتونو په مهال د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال٬بلوچستان كښې په روانو د وفاقي حكومت په مرسته پرمختيائي پروژو او نورو اولسي نوعيت چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پلاوي ځايې آبادۍ ته د ورمخې ته شيو مسئلو نه د سينيټ دوهم چيئرمېن په تفصيلي توګه خبر كړو په كوم چې هغه باور وركړو چې د دې مسئلو حل لپاره به هر ممكن اقدامات كولې شي۔

مزید خبریں