مقبوضه بېت المقدس۔ 31 جولائي (اے پي پي) د اسرائيل عسكري اډه سدي تيمان كښې رامخې ته شوې غېر معمولي پیښه كښې " كيواتي" بريګېډ څخه تعلق لرونكو نزدې 100 پوځيانو چې پكښې د "تصابار" بټالين جنګيالي او سر تېرې هم شامل دي ٬ د بټالين كمانډر سره د شخړې نه بس خپله وسله پرېښې او تخښتېدلې دي۔ د اطلاعات مركز راپور كښې د اسرائېلي پوځ تر مخه وئېلي …
د اسرائيل پوځي اډه كښې بغاوت٬ 100 پوځيانو وسله پرېښوده وتخښتېدل

مزید خبریں
مقبوضه بېت المقدس۔ 31 جولائي (اے پي پي) د اسرائيل عسكري اډه سدي تيمان كښې رامخې ته شوې غېر معمولي پیښه كښې ” كيواتي” بريګېډ څخه تعلق لرونكو نزدې 100 پوځيانو چې پكښې د “تصابار” بټالين جنګيالي او سر تېرې هم شامل دي ٬ د بټالين كمانډر سره د شخړې نه بس خپله وسله پرېښې او تخښتېدلې دي۔ د اطلاعات مركز راپور كښې د اسرائېلي پوځ تر مخه وئېلي دي د پوځيانو دغسې اډه پرېښودل او تللو په نتيجه كښې دا بټالين په عملي توګه د جنګي چمتوالي نه بهر شوے دے هر څو چې هغوي په راروانو ورځو كښې غزه كښې د پوځي كاروائيو كښې د برخې اغستو لپاره چمتوالے نيولو۔د اسرائيل پوځ يو بيان كښې تصديق كړے چې د يو جنګي بټالين څه عسكر د خپلو قومندانانو د اجازې نه غېر عسكري اډه پرېښودې او تللي دي ۔ هغوي ووئېل د دې پیښې رسمي پلټنې رواني دي۔ پوځ دا اقدام د اسرائيلي پوځ د اقدارو او عسكري خدمت خلاف وګرځولو۔ پوځي سر چينو د بغاوت وجوهات ښودولو سره ووئېل دا د كورني اختلافات نتيجه ده كومه چې د “تصابار” بټالين دننه د زړو پوځيانو د اړخه د څه رواياتو او رويو مسلط كولو په هڅو پېدا شوه او كوم چې د درځنونو پوځيانو او سر تېرو په اډه پړیښودلو سر ته ورسېد۔









