پېنډۍ ۔31جولائی(اے پی پی) د آئي اېس پي آر ډي جي لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری وئيلي دي په كال 2026ء كښې امنيتي ځواكونو په ګرد هېواد كښې 40,348 څخه زيات په اسشتخبارات اډاڼه آپرېشنز وكړل ٬ 2084 ترهګر ووژل شول٬ په دې مهال بلوچستان كښې 31,080 څخه زيات آپرېشنز وكړے شول ٬ خېبر پښتونخوا كښې 7,177 او د هېواد په پاتې برخو كښې 2,091 آپرېشن وكړے شول۔ په …
په كال 2026ء كښې امنيتي ځواكونو ګرد هېواد كښې 40,348 څخه زيات په استخبارات اډاڼه آپرېشن وكړل ٬ 2084 ترهګر ووژل شول ، بلوچستان كښې 31,080 څخه زيات آپرېشن وكړے شول ، د ډي جي آئي اېس پي آر لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری خبري كنفرنس

مزید خبریں
پېنډۍ ۔31جولائی(اے پی پی) د آئي اېس پي آر ډي جي لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری وئيلي دي په كال 2026ء كښې امنيتي ځواكونو په ګرد هېواد كښې 40,348 څخه زيات په اسشتخبارات اډاڼه آپرېشنز وكړل ٬ 2084 ترهګر ووژل شول٬ په دې مهال بلوچستان كښې 31,080 څخه زيات آپرېشنز وكړے شول ٬ خېبر پښتونخوا كښې 7,177 او د هېواد په پاتې برخو كښې 2,091 آپرېشن وكړے شول۔ په ګرد هېواد كښی د ترهګرۍ ټولې 3,145 پیښې رامخې ته شوې په كومو كښې چې 1,971 خېبر پښتونخوا، 1,148 بلوچستان او 26 د هېواد په نورو برخو كښې رپورټ شوي ۔ په دې مهال 2,084 ترهګر ووژل شول٬ دا تناسب اوسطا ً د ورځې 10 ترھګرو د وژلو دے كوم چې تر دې دمه تر ټول زيات تناسب دے۔ د جمعې په ورځ د ترهګرۍ مخنيوي او امنيتي چارو په اړه يو خبري كنفرنس ته خطاب كښې ډي جي آئی ایس پی آر لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری ووئيل امنيتي ځواكونه د ورځې نزدې 200 انټېلي جنس بېسډ عمليات كوي۔ د سږ كال د ترهګرۍ بريدونو كښې 819 پاکستانيان شهيدان شوي ۔ په كښې 303 آرمي اهلکار او د 194 تعلق قانون نافذ كوونكو ادارو سره او 322 عام وګري وو۔ ده ووئيل سږ كال ټولې 28 ځان مرګې چاؤدنې شوي ۔ ځانمرګې بريد كوونكې زياتره افغانان وو۔ ده ووئيل تېر كال 2025ء كښې 2,597 ترهګر ووژلے شوي وو او سږ كال تر دې دمه 2,084 ترهګر وژلې شوي دي۔ ده ووئيل كه په كال 2023ء نظر واچولې شي نو زمونږ د شهيدانو او د وژلے شوو ترھګرو تناسب ناموافق ؤ ولې چې زمونږ د اهلكارو د قربانيو په مقابل كښې ډېر كم ترهګر ختم كړے شوي وو۔ ده ووئيل يوې بيانيې ته وده وركولې شي چې په بلوچستان كښې امنيتي وضعه ناوړه شوې ده۔ ده ووئيل دې مسئلې ته به د درېو پوښتنو او درېو اړخونو څخه كتل وي۔ دا نه يوازې بلوچستان لپاره خاص مسئله ده بلكې د دې تعلق د پاكستان مجموعي امنيتي وضعې سره هم دے۔ ډي جي آئي اېس پي آر د يو هارډ سټېټ تصور ځواب وركولو سره ووئيل د هارډ سټېټ مطلب يو داسې رياست دے چرته چې آئين او قانون ټولو لپاره يو برابر وي۔ چرته چې څوك اشرافيه نه وي۔ ده زياته كړه چې بايد ټولې رياستي چارې د آئين او قانون له مخې روانې وساتلې شي ٬ اشرافيه او عامو وګړو سره چې يو ډول سلوك كيږي نو دا يو سخت رياست جوړېږي او داسې رياست د سلامتيا ٬ استحكام او شكايتونو حل باوري كوي۔ ډي جي آئي اېس پی آر ووئيل زياتره خلق ګيله كوي او د خپلو حقونو غوښتنې كوي په كومو كښې ډېرې حقيقي هم كېدې شي۔ بياهم ده په دې خبره زور راوړو چې بنیادی حقونو څخه وړاندې بنيادي ذمه وارۍ دي۔ د آئين د آرټیکل 5 حواله وركولو سره ده ووئيل ریاست سره وفاداري د هر وګړي بنيادي فرض دے۔ دا د آئين او قانون اطاعت د هر وګړي نه منسوخ كېدونكې فرض هم ګرځوي۔ ده ووئيل له ذمه وارو ترسره كېدو وروستو په حقونو بحث كېدې شي۔ ډي جي آئي اېس پي آر ووئيل د اشرافيه ځينې غړي او ځينې قبائلي سرداران جمود په ځائے ساتل غواړي ، زه د هغوي په اړه خبره نه كوم ٬ خو په اشرافيه او سردارانو كښې ځينې داسې شته چې هغوي دا نه غواړي چې يو عام وګړے سبق اووايي ٬ هغه ترقي وكړي ٬ انجینئر جوړ شي٬ ډاکټر جوړ شي٬ په آرمي كښې بهرتي شي ٬ د اقتصاديات كار پوهه جوړ شي يا كاروبار كښې كاميابي ترلاسه كړي۔ د ډی جي آئي اېس پی آر له مخې هم دغه كسان د ترهګرۍ اصل محرك وو۔ ده ووئيل هغوي د سماجي او معاشي بدلون اندېښنه لرله۔ ده ووئيل هغوي يرې اخستې دي چې وخت بدلېدونكے دے ٬ څومره هم چې دوي يرېږي زيات به پرېشانه كيږي او هم دومره زياته به د تشدد لاره خپلوي۔ ده ووئيل د كار كولو پخوانۍ طريقه ختمه شوې ده ٬ اوس مونږ دوي سره خبرې كول نه غواړو۔ مونږ به اصل سټېك هولډزر د بلوچستان اولس سره خبره كوو۔ ده زياته كړه چې داسې عناصر د تجارت تر نامې لاندې قاچاق كښی ككړ دي٬ هغوي نشائي توكي او ډيزل راوړي او د اصل قيمت څخه يۍ په څو چنده زياته بيعه خرڅوي۔ چې كله دا فعاليتونه بند كړی شي نو هغوي ترهګرۍ پلو ځي او بيا ادعا كوي چې حالات د قابو څخه بهر شوي دي او بلوچستان وروستو روان دے۔ ډي جي آئي اېس پي آر ووئيل ځينې اشرافيه د مراعات او اولسي وسائلو د كنټرول كولو غوښتنه كوي۔ هغوي وائي مونږ سره خبره وكړې، زمونږ اجازت نامې بحال كړۍ٬ خپل كاروبارونه پرانيځۍ او 1000 اربه روپو څخه زياته د دې بجټ برخه مونږ ته راكړې ۔ اوس به داسې نه كيږي ٬ تاسو سټېك هولډرز نه يۍ ٬ روپغ به د بلوچستان اولس له وركړے كېږي۔ ده ووئيل كه بلوچستان سوكاله وي نو ټول پاكستان پرمختګ كوي او دغسې منطقه به هم ترقي وكري۔ او هم دا سبب دے چې هغوي د پرمختګ مخالفت كوي۔ هغوي د ترهګرو ډلو د لارې نېغه په نېغه ملوث كيږي۔ ډي جي آئی اېس پی آر ووئيل د رياست لخوا چې كومو ډلو ته فتنة الهندوستان او فتنة الخواج وئيلي كيږي په دغې كښې د اشرافيه او قبائلي سردارانو ځينو غړو ترمينځه په رضامندۍ سره همكاري موندلې شي۔ كومه چې د وخت بدلېدو اندېښنه لري۔ ده ووئيل هغوي پخوانے سرداري نظام په ځائے ساتل غواړي۔ د سيمې ايزې سلامتيا په اړه ده ووئيل هند او افغانستان د ترهګرۍ د ملاتړ د لارې خپلو كښې تړون لري۔ په دواړو كښې يو څيز مشترك دے او هغه ترهګري ده۔ د هغوي سفارتكاري هم په ترھګرۍ ولاړه ده۔ ده زياته كړه چې هر څو كه دواړو عسكري خوښې ډلې په نظرياتي توګه مختلف دي ولې بيا هم د هغوي مقصد يو دے۔ ده ووئيل يو سيكولر دے او بل قام پرست٬ يوه پروپېګنډه هغوي متحد كوي۔ ګوادر كښې په پرمختيائي منصوبو رڼا اچولو سره ده ووئيل نزدې د 305,000 نفوس آبادي لرونكي ښار كښې درې پوهنتونونه ٬ څلور ایجوکېشن کالج، 318 سکولز، پاک چائنا فرېنډ شپ روغتون ، يو ډسټرکټ هېډ كورټرز روغتون ، يو د صحت مركز ، پنځه چائلډ ډسپنسریانې او 19 د بنیادی روغتيا يونټس موجود دي۔ ده ووئيل په ګوادر كښې يو نړيوال هوائي ډګر ، يو بندر ځائے ، ایسټ بے اېکسپرېس وے، صنعتی او ټیکس فری زونز، يو کرکټ سټیډیم او يو شمېر نورې پرمختيائي منصوبې شته۔ د تربت ذكر كولو سره ده ووئيل په دې ښار كښې 2 پوهنتونونه ٬ 6 کالجونه، کېډټ کالج، يو ګرلز کېډټ کالج، يو شمېر سكولونه ٬ 9 سركاري طبي آسانۍ وركونكي مركزونه ، يو ټیچنګ روغتون ، 27 پرائیوېټ روغتونونه ، يو نړيوال هوائي ډګر ٬ پراخه سړك او كاروباري رابطې شته۔ ده ووئيل ماته بل كوم دومره آبادي لرونكې ښار اوښايۍ كوم چې دومره بنيادي ډھانچه او آسانۍ لري۔ ده ووئيل په كال 1947ء كښې بلوچستان كښې 114 سكولونه وو ٬ نن دغلته 15 زره 300 سکولونه، 12 پوهنتونونه ،5 مېډيكل كالجونه ، 145 كالجونه ، 13 کېډټ كالجونه او 321 ټیکنیکل انسټی ټیوټس دي۔ده زياته كړه چې صوبه كښی د آزادۍ په وخت يوازې 6 ډسپنسرۍ وې او اوس 13 لويې روغتونونه ٬ 18 ټیچنګ روغتونونه ٬ 36 ډسټرکټ هېډ کوارټر روغتونونه ٬ 56 د روغتيا مركزونه ٬ 650 ډسپنسريانې ، 5 کارډېک سنټرز، 8 د تپ دق مركزونه 24 د ډائیلاسز مرکزونه موجود دي۔ ده ووئيل بلوچستان كښې په 1947ء كښې يوازې 375 کلومیټر سړكونه وو اوس 24400 کلومیټر څخه زيات سړكونه شته۔ ده ووئيل د بلوچستان سړي سر پرمختيائي بجټ 75,000 روپو څخه زيات دے كوم چې په ټولو صوبو كښې تر ټولو زيات دے۔ په پنجاب كښې دا بجټ 45،000 روپو څخه هم لږ دے۔ نو بيا په كوم بنياد د محرومتيا داستان زياتولې شي۔ ۔ډي جي آئي اېس پی آر ووئيل ترهګر ډلو مزدوران په نخښه كړل ٬ په انفراسټركچر يۍ بريد وكړو او بيا دا ادعا كوي چې په صوبه كښې كوم پرمختګ نه كيږي۔ د بې دركه وګرو په اړه خپلو خبرو كښی ده ووئيل حکومت د سپريم كورټ د ریټائرډ ججانو په مشرۍ كښې د جبري بې دركۍ انكوائرۍ له يو مستقل كمېشن جوړ كړے دے۔ ده ووئيل د كال 2010ء لسيزه پېل كښې جوړېدو څخه وروستو تر دې دمه كمېشن ته 10,901 شکایتونه ترلاسه شوي دي ۔ د دغې له مخې پلټنيو څخه دا خبره رامخې ته شوې ده چې په زياتو شكايتونو كښې جبري بې دركي شاملې نه وه بلكې ناسمه رپورټ كړې شوې وې۔ ده ووئيل كمېشن په رسمي توګه 2,933 مقدمې درج كړې دي۔ په دې كښې 2,767 حل یا ټرېس كړې شوي او د 166 کېسونو تفتيش روان دے۔ ده زياته كړه چې په سندھ ٬ خېبر پوښتونخوا او پنجاب كښې هم هغه كېسونه موجود دي كوم چې لا حل شوې نه دي










