ملتان 31 جولائي (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي ملتان يونيورسټي آف سائنس اينډ ټېكنالوجۍ كښې د نړيوال معيار آسانۍ٬جديد ټېكنالوجۍ او په تحقيق اډانه ماحول د ستائنې وړ دے٬داسې ادارې د مايوسۍ ماحول ختمولو او ځوانانو كښې د اميد پېدا كولو ذريعه جوړيږي۔په ملتان يونيورسټي آف سائنس اينډ ټېكنالوجي كښې سكول آف نرسنګ اينډ الائيډ هيلتھ سائنسز پرانستې دستورې ته وينا كولو …
د هيلتھ كيئر مقصد يوازې روغتون جوړول نه٬انسان د رنځ څخه ساتل دي۔د روغتيا وفاقي وزير

مزید خبریں
ملتان 31 جولائي (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي ملتان يونيورسټي آف سائنس اينډ ټېكنالوجۍ كښې د نړيوال معيار آسانۍ٬جديد ټېكنالوجۍ او په تحقيق اډانه ماحول د ستائنې وړ دے٬داسې ادارې د مايوسۍ ماحول ختمولو او ځوانانو كښې د اميد پېدا كولو ذريعه جوړيږي۔په ملتان يونيورسټي آف سائنس اينډ ټېكنالوجي كښې سكول آف نرسنګ اينډ الائيډ هيلتھ سائنسز پرانستې دستورې ته وينا كولو په مهال ده د يونيورسټۍ انتظاميې ته مباركي وركولو سره ووئيل چې ماته د خپلې چوكۍ په سبب د ټول هېواد څخه د بيل نوعيت معلومات ترلاسه كيږي چې كله هم ماحول كښې مايوسي محسوس شي نو د ملتان يونيورسټۍ آف سائنس اينډ ټېكنالوجۍ پشان ادارې كتل پكار دي چرته چې مثبت سوچ٬محنت او د سباؤن اميد په نظر راځي۔ده ووئيل د يونيورسټۍ ماحول زما ډېر خوښ شو٬دلته د نړيوال معيار ګڼ شمېر آسانۍ او جديد ټېكنالوجي موجود ده۔لوي څښتن دا مهال په داسې كارونو كښې كاميابي وركوي كله چې نيت پاك او جذبه مضبوطه وي۔ده ووئيل د هيلتھ كيئر مقصد يوازې روغتون جوړول نه بلكې انسان د رنځ څخه بچ كول دي۔ وفاقي وزير په زده كوونكو زور راوړو چې هغوي د يونيورسټۍ څخه په فارغېدو يوازې د ډګري اخستلو سره نه ځۍ بلكې د څانګې نه د پوهې او پروفيشنل جوړېدو سره ووځۍ٬ دغسې چې د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ادا كړې شۍ۔مصطفی كمال ووئيل نورو خلقو او اړوند چارواكو ته به د ملتان يونيورسټۍ آف سائنس اينډ ټېكنالوجۍ دورې كولو ترغيب وركوو دغسې چې هغوي دلته شته سهوليات او جديد نظام اوګوري او دې څخه زده كړه وكړي۔









