د ریلوے  وزير  د  ترکيه کنټریکټرز  پلاوي سره  ملاقات،  د پاک ریلوے جدید کارۍ پروګرام كښې د هغوي د  ګدون په امکانات خبرې

  انقرہ / اسلام آباد۔31جولائي  (اے پي پي)د ریلوے وفاقي وزير محمد حنیف عباسي د تركيې خپلې دوه ورځنۍ سرکاري دورې په مهال انقرہ كښې د ترک کنټریکټرز ایسوسي ایشن (ټي سي اے اعلیٰ  چارواكو سره ملاقات وكړو چې پكښې د  پاکستان ریلوے جدید کارۍ پروګرام كښې د ترک کمپنیو د ګدون په امکانات خبرې وكړې شوې ۔ په دې مهال  د پاک ریلوے په مختلف منصوبو كښې د  سرمایه …

 

انقرہ / اسلام آباد۔31جولائي  (اے پي پي)د ریلوے وفاقي وزير محمد حنیف عباسي د تركيې خپلې دوه ورځنۍ سرکاري دورې په مهال انقرہ كښې د ترک کنټریکټرز ایسوسي ایشن (ټي سي اے اعلیٰ  چارواكو سره ملاقات وكړو چې پكښې د  پاکستان ریلوے جدید کارۍ پروګرام كښې د ترک کمپنیو د ګدون په امکانات خبرې وكړې شوې ۔ په دې مهال  د پاک ریلوے په مختلف منصوبو كښې د  سرمایه کارۍ او  شراکت دارۍ  په مختلف ماډولز غور وشو ۔  دوي د  پبلک پرائیویټ پارټنرشپ ، بلډ آپریټ ټرانسفر ، اي پي سي  او نورو جدید ماډولز د لارې د مرستې د امکانات جاج واغست  ۔ وفاقی وزیر د ترکيه کمپنیو ته د پاکستان ریلوے په لويو ترقیاتي او انفراسټرکچر منصوبو كښې د ګډون  رسمي بلنه وركړه۔ د خبرو په مهال  د ایم ایل ون   په راروانو پراړونو  كښې د ترک کمپنیو د تکنیکي پوهې  څخه د استفادې كولو او د  ایم ایل تھري  په جدید کارۍ كښې د ترک کنټریکټرز لپاره د مرستې  او سرمایه کارۍ  په موقعو بحث وشو ۔دغسې د اسلام آباد-تهران-استنبول  فریټ کوریډور بحالۍ لپاره انفراسټرکچر او لاجسټکس كښې د مرستې د امکانات هم جاج واغستلے شو چې ورسره   به منطقه كښې تجارت او معاشي روابط ته نوے رفتار تر لاسه كېدے شي  ۔ ملاقات كښې په ازبکستان-افغانستان-پاکستان ریلوے کوریډور كښې هم  د ترک کمپنیو د ګدون  په امکانات خبرې وشوې  ۔دغسې ترکيه چارواكو سره  د پاکستان ریلوے سټیشنز، فریټ ټرمینلز او د لاجسټکس پارکس كښې د ترک سرمایه کارۍ  په موقعو هم  په زړه پورې خبرې وشوې  او د ریلوے انفراسټرکچر سره د  کمرشل ډویلپمنټ او  لاجسټکس  څانګو  كښې د مشترکه منصوبو د  امکانات جاج واغستلے شو ٬  ترک کمپنیو ته پاکستان كښې  اوږد مهاله د شراکت دارۍ  موقعو نه د ګټې پورته كولو  بلنه وركړې شوه ۔