اسلام آباد۔31جولائي (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان په پرمختيائي سفر كښې د نړيوال بانك پرله پسې مرستې ستائېلو سره وئيلي دي حكومت معيشت مستحكمولو او د تلپاتي پرمختګ په لاره سمولو له د اصلاحات په تګلارې عملدرآمد روان ساتلے دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د نړيوال بنك كنټري ډائرېكټر بولورما امګآبزر په مشرۍ كښې پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ …
حكومت معيشت مستحكمولو او د تلپاتي پرمختګ په لاره سمولو له د اصلاحات په تګلاره عملدرآمد روان ساتلے دے: د وزيراعظم شهباز شريف د نړيوال بنك پلاوي سره خبرو

مزید خبریں
اسلام آباد۔31جولائي (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان په پرمختيائي سفر كښې د نړيوال بانك پرله پسې مرستې ستائېلو سره وئيلي دي حكومت معيشت مستحكمولو او د تلپاتي پرمختګ په لاره سمولو له د اصلاحات په تګلارې عملدرآمد روان ساتلے دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د نړيوال بنك كنټري ډائرېكټر بولورما امګآبزر په مشرۍ كښې پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم د پلاوي هركلي كولو سره د پاكستان په پرمختيائي سفر كښې د نړيوال بانك پرله پسې مرسته وستائېله۔ ده ووئيل د پاکستان آئینی وفاقي ډھانچه، صوبائي خودمختاري او د وفاق او صوبو ترمينځه همكاري او مشاورت د هېواد پرمختګ او استحكام لپاره بنيادي اهميت لري۔ د نړيوال بنك کنټری ډائرېکټر’’پاکستان كښې مالیاتی وفاقیت مضبوطولو ‘‘ اړوند رپورټ وړاندې كړو او د دې په مندرجات يۍ بريفنګ وركړو۔ د نړيوال بنك پلاوي د خپل رپورت مهم نكات وړاندې كولو سره په پاكستان كښې 18 م آئيني بدلون او 7 م اېن اېف سي اېوارډ څخه وروستو د مالیاتی وفاقیت ارتقا ، محصولات، اخراجات، وفاقي و صوبائی مالیاتي اړيكو ، ادارہ جاتي همغږۍ او د اولسي وسائلو كارولو په اړه د خپلې تجزيې او مشاهدې څخه وزيراعظم خبر كړو۔ پلاوي په خپل رپورټ كښې بېل پالېسي سفارشات هم وړاندې كړل چې مقصد يۍ مالیاتی نظم و ضبط، د وسائلو مؤثر استعمال ، د خدمات رسولو كښې بهتري او د وفاقي او صوبائي ادارو ترمينځه مؤثرې همكارۍ ته وده وركول دي۔ وزیراعظم ووئيل د نړيوال بنك لخوا وړاندې كړې شوې تجزيه او نړيوالو تجربو په رڼا كشې تقابلي جائزه د ستائنې وړ ده۔ وزیراعظم د رپورټ تفصيلي جاج اغستو له د اعلی كچې كمېټۍ جوړولو هدايت وكړو۔ په ملاقات كښې نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقی وزيرانو احد خان چیمه او احسن اقبال، د وزيراعظم سلاكار ډاکټر سید توقیر شاہ، وزیر مملکت بلال اظهر کیانی او اعلیٰ سرکاری چارواكي هم موجود وو










