اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي اولس ته د تېلو د كوم ځنډ نه غېر رسولو او مناسب نرخونه باوري كولو ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي۔ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ آئل اېنډ ګېس رېګولېټری اتھارټي (اوګرا) كښې اصلاحات او اداره جاتي استعداد ښه كولو له د اعلی كچې غونډه وشوه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د …
اولس ته تېل بې له ځنډه رسول او مناسب نرخونه باوري كولو ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي: د وزيراعظم اوګرا كښې اصلاحات په اړه غونډې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي اولس ته د تېلو د كوم ځنډ نه غېر رسولو او مناسب نرخونه باوري كولو ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي۔ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ آئل اېنډ ګېس رېګولېټری اتھارټي (اوګرا) كښې اصلاحات او اداره جاتي استعداد ښه كولو له د اعلی كچې غونډه وشوه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم هدایت وكړو چې اصلاحاتي ايجنډا دې په ټولو ادارو كښې يو ډول عملي كړې شي٬ د اېف بي آر عصري ټرېكنګ نظام ماډل تر مخه دې په هېواد كښې د تېلو تګ راتګ بشپړه نګرانۍ له نظام وضعه كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل حکومت به د اولس د يوې يوې پېسې تحفظ كوي ، چا له به د اولس د استحصال او په سسټم كښې د لاس وهنې اجازه نه وركوو۔ ده ټولو رېګولېټري ادارو ته خپلو اړوندو وزارتونو سره د رسمي رابطې كولو سره د ضروري ګامونو پورته كولو امر كولو سره ووئيل د منظور شوې پالېسۍ له مخې دې په هېواد كښې د آئل ریفائنریز په اپ ګرېډېشن كار تند كړے شي۔ په غونډه كښې د اوګرا چيئرمېن د ادارې د موجوده كاركردګۍ ٬ پېښو چېلنجونو او بشپړ اصلاحاتي پروګرام په اړه بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې اوګرا د مكمل اصلاحاتي پروګرام په اړه هم بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم د اوګرا لخوا وړاندې كړے اصلاحاتي پروګرام ستائېلو سره هدايت وكړو چې د تېلو او ګاز څانګه كښې سپېځلتيا ٬ مؤثر تګ راتګ ٬ د زخيره اندوزۍ او غېر مشروع ګټې خورۍ ختمولو له دې عصري ډيجيټل نظام زر تر زره په بشپړ ډول فعاله كړے شي۔ ده ووئيل اولس ته د تېلو د كوم ځنډه نه غېر رسولو او مناسب نرخونه باوري كولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي او دې مقصد لپاره به كوم هم غفلت يا كرپشن ونه زغملې شي۔ وزیراعظم اړوندو وزارتونو او ادارو ته هدايت وكړو چې د اوګرا اصلاحات او ادارہ جاتی استعداد زياتولو له دې په ضوري قانوني ٬ انتظامي او پالېسي اقدامات په ترحيحي بنيادونو پېشرفت باوري كړے شي دغسې چې رېګولېټري نظام لا مؤثر ٬ پاك او عصري غوښتنو سره همكاره كړې شي۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار ٬ ، وفاقی وزيرانو اعظم نذیر تارړ، ډاکټر مصدق ملک، احد خان چیمہ، عطاء تارړ، شزہ فاطمه خواجه، علی پرویز ملک، خاص مرستيال طارق باجوه او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔










