اسلام آباد۔31جولائي (اے پي پي) افغان خاورې څخه پاکستان كښې د هند اسپانسرډ ترهه ګرۍ شواهد يو وارې بيا رامخې ته شول ۔تفصیلات تر مخه د پخوانۍ افغان استخباراتي ایجنسۍ مشر مسعود اندرابي د هند ، فتنہ الخوارج او طالبان جوړه جاړه بې نقابه كړه ۔ پخواني افغان انټیلی جنس مشر مسعود اندرابي د دي ډپلومیټ په پروګرام كښې وئېلي دي افغان طالبان رجیم د هند څخه په مالي …
د افغان خاورې څخه يو وارې بيا پاکستان كښې د هند سپانسرډ ترهه ګرۍ شواهد رامخې ته شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔31جولائي (اے پي پي) افغان خاورې څخه پاکستان كښې د هند اسپانسرډ ترهه ګرۍ شواهد يو وارې بيا رامخې ته شول ۔تفصیلات تر مخه د پخوانۍ افغان استخباراتي ایجنسۍ مشر مسعود اندرابي د هند ، فتنہ الخوارج او طالبان جوړه جاړه بې نقابه كړه ۔ پخواني افغان انټیلی جنس مشر مسعود اندرابي د دي ډپلومیټ په پروګرام كښې وئېلي دي افغان طالبان رجیم د هند څخه په مالي مرسته تر لاسه كولو پاکستان كښې د ترهه ګرو ملاتړ كوي ،معرکه حق كښې د ناکامۍ نه پس هند په افغانستان كښې د پاکستان خلاف خپله مخ ملازه د زياتولو هڅې كوي ۔ مسعود اندرابي ووئېل د هند د طالبانو د مرستې اصل مقصد په فتنہ الخوارج اثر و رسوخ جوړولو سره دغه د پاکستان خلاف استعمالول دي، افغانستان كښې د ترهه ګرو په محفوظ پټن ځايونو د پاکستان بمباري د هند لپاره واضحه پیغام دے٬ د طالبانو د اړخه فتنہ الخوارج ته پناہ وركول د پاکستان د پولې پورې غاړه د کارروائیو او اړيكو كښې د تاو تريخوالي بنیادي وجه ده ۔ د پوهانو تر مخه دا بیانات د پاکستان هغه مؤقف ته تقویت وركوي چې د افغان خاورې نه د هند مرستياله ترهه ګرې ډلې د پاکستان خلاف استعمالېږي ۔پاکستان افغان طالبان رجیم ته د ترهه ګرو د پټن ځايونو خاتمې په اړه خو وارې خبردارے وركړے دے۔










