اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علی زرداری مادرِ ملت محترمې فاطمه جناح ته د هغې په 133مه د زېږېدنې ورځ په غوره ټكو كښې پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت په دې موقع خپل پیغام كښې ووئيل مادرِ ملت محترمه فاطمه جناح د خپل ورور قائدِاعظم د باور وړ همكاره ، د تحريك پاكستان نوموړې لارښوده …
د مادرِ ملت فاطمه جناح 133 مه د زېږېدنې ورځ ، صدر مملکت سترې لارښودې ته پېرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علی زرداری مادرِ ملت محترمې فاطمه جناح ته د هغې په 133مه د زېږېدنې ورځ په غوره ټكو كښې پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت په دې موقع خپل پیغام كښې ووئيل مادرِ ملت محترمه فاطمه جناح د خپل ورور قائدِاعظم د باور وړ همكاره ، د تحريك پاكستان نوموړې لارښوده او د جمهوري اقدارو علمبرداره وه۔ هغې مېرمنو ته په قامي ژوند او د آزادۍ تحريك كښې د مؤثر كردار ترسره كولو ترغيب وركړو۔ د هغې ستړې نن هم قام لپاره د لارې مشال دي۔ صدرِ مملکت ووئيل قام به د مادر ملت محترمې فاطمه جناح قومي ٬ جمهوري او سماجي خذمات تل قدر او احترام سره ياد ساتي۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دے ارواښادې فاطمه جناح له د خپل رحم په پلو كښې ځاې وركړي











