اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری كوئټه ته نزدې سورنج سيمه كښې د كوئلې په كان كښې په رامخې ته شوې د افسوس وړ پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان ځپليو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ هغه ارواښادو لپاره …
صدر مملكت د كوئلې كان كښې په رامخې ته شوې د افسوس وړ پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه
اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری كوئټه ته نزدې سورنج سيمه كښې د كوئلې په كان كښې په رامخې ته شوې د افسوس وړ پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان ځپليو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ هغه ارواښادو لپاره د لوړو درجو او مينه والو غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ صدر مملكت هدايت وكړو چې په كان كښې ګېر شوو ټولو مزدورانو ته زر تر زره رسېدل دې باوري كړې شي او ژوبل شوو له دې غوره طبي آسانۍ وركړې شي۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې د كوئلې په كانونو كښې د كار كوونكو مزدورانو د ځانونو تحفظ له به په حفاظتي ضابطو سختۍ سره عمل درآمد كول وي دغسې چې په سباؤن كښې ددې ډول د افسوس پېښو مخه ونيولې شي۔ صدر مملكت ووئيل د وطن تعمير او پرمختګ كښې د خواري كښو كردار د قدر وړ دے او د دوئي د ځان او مال تحفظ د رياست ګډه ذمه واري ده۔










