وزیراعظم د كوئلې كان كښې د مزدورانو په مړينه د ژور غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد۔31جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف كوئټې ته پېوست سونج سيمه كښې د كوئلې كان كښې په رامخې ته شوې دړدېدلې پېښه كښې د مزدورانو په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل په سورنج سيمه كښې د كوئلې په كان كښی د ګاز د لاسه رامخې ته شوې …

اسلام آباد۔31جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف كوئټې ته پېوست سونج سيمه كښې د كوئلې كان كښې په رامخې ته شوې دړدېدلې پېښه كښې د مزدورانو په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل په سورنج سيمه كښې د كوئلې په كان كښی د ګاز د لاسه رامخې ته شوې پېښه د افسوس وړ ده۔ وزیراعظم پی ډی اېم اے او نورو اړوندو ادارو ته د مرستې كاررايۍ لا مؤثره كولو ٬ سرعت سره روانې ساتلو ٬ د ټولو ژوبل شوو مزدورانو رېسكيو كولو او درملنو انتظامات باوري كولو او د ځپليو مزدورانو بشپړ ريليف لپاره رېسكيو آپرېشن جاري ساتلو هدايت وكړو۔ ده په حق رسېدليو له د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له صبر او زغم دعا وكړه۔ وزیراعظم د كوئلې په كانونو كښې د كار كوونكو مزدورانو ځانونه خوندي كولو سره د مستقل حفاظتي اقداماتو كولو امر هم وكړو۔ ده ووئيل خواري كښن زمونږ د هېواد قيمتي اثاثه ده۔