اسلام آباد۔30جولائي (اے پي پي) د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې بین الوزارتي غونډه وشوه چې پكښې د دوست هېوادونو طلبه لپاره د پاکستان د نړيوالې تعلیمي مرستې او سکالرشپ پروګرامز جاج واغستلے شو ۔ د زيارت په ورځ د خارجه وزارت نه جاري بيان تر مخه د تعليم وفاقي سیکرټري غونډه د مختلف هېوادونو طلبه ته د وركړې كېدونكو سکالرشپس په …
د نائب وزیراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې بین الوزارتي غونډه ، د دوست هېوادونو طلبه لپاره د پاکستان د نړيوالې تعلیمې مرستې او د سکالرشپ پروګرامز جاج واغستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔30جولائي (اے پي پي) د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې بین الوزارتي غونډه وشوه چې پكښې د دوست هېوادونو طلبه لپاره د پاکستان د نړيوالې تعلیمي مرستې او سکالرشپ پروګرامز جاج واغستلے شو ۔ د زيارت په ورځ د خارجه وزارت نه جاري بيان تر مخه د تعليم وفاقي سیکرټري غونډه د مختلف هېوادونو طلبه ته د وركړې كېدونكو سکالرشپس په اړه بریفنګ وركړو ۔ نائب وزیراعظم د تعليم وزارتِ د هخو ستائنه وكړه او تعلیمی روابط و مرستې ته ودې كښې په شوي پیشرفت يې د اطمینان څرګندونه وكړه ۔ نائب وزیراعظم و خارجه وزير وزارت او اړوند ادارو ته امر وكړو چې د دوست هېوادونو سره د تعلیمي مرستې دائرہ لا پراخه كړئ او د تعلیمي تبادلو او سکالرشپ موقعو د لارې په اولسي كچه روابط لا مضبوطولو له نوې لارې ولټوئ ۔ غونډه كښې د سائنس وټېكنالوجي وفاقی وزیرِ ، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، خارجه سیکرټري ، د تعليم سیکرټري ، چیئرمین ہائر ایجوکیشن کمیشن او د اړوند ادارو لوړ پورو ګدون وكړو۔





