پاور سيكټر كښې اصلاحات ته حكومت  پام لرنه كوي ٬په ټول هېواد كښې  د سمارټ ميټرز  لګول ضرورې دي ٬ د لوډشيدنګ مسئلې مخ نيوي لپاره د كليو په كچه دې د شمسي توان منصوبې پېل كړی شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

  اسلام آباد 30 جولائی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاور سيكټر اصلاحات ته پام لرنه د  حكومت په ترجيحات كښې شاملو سره وئېلي دي  په ټول هېواد كښې د سمارټ ميټرز  لګول ضرورې دي ٬كلي والو سيمو كښې د لوډشيډنګ مسئلو په موثر ډول  مخ نيوي لپاره په كليو كښې دې د شمسي توان(سولرائزېشن)پروژې جوړې كړې شي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې  د پاور ډويژن د …

 

اسلام آباد 30 جولائی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاور سيكټر اصلاحات ته پام لرنه د  حكومت په ترجيحات كښې شاملو سره وئېلي دي  په ټول هېواد كښې د سمارټ ميټرز  لګول ضرورې دي ٬كلي والو سيمو كښې د لوډشيډنګ مسئلو په موثر ډول  مخ نيوي لپاره په كليو كښې دې د شمسي توان(سولرائزېشن)پروژې جوړې كړې شي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې  د پاور ډويژن د چارو جاج اغستو غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬داقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د پاور ډويژن وفاري وزير سردار اويس احمد خان لغاري٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كام وفاقي وزيره شزه فاطمه٬د خزانې او ريلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني٬څلورو واړو صوبو چيف سېكرټريز او پوليس آئي جيز او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون كولو۔وزيراعظم غونډې ته ووئېل پاور سيكټر كښې اصلاحات زمونږ ترجيحات كښې شامل دي۔وزيراعظم په پاور سيكټر اصلاحات٬د بجلۍ تقسيم كونكو كمپنو په ښې كاركردګۍ د پاور ډويژن وزير سردار اويس احمد خان لغاري٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د پاور ډويژن سېكټري فخر عالم او  د پاور سيكټر ټاسك فورس ډاډګيرنه وكړه۔ده ووئيل  د پاور سيكټر ښه والي لپاره اوس هم د محنت ضرورت دے٬په ټول هېواد كښې د سمارټ ميټرز  لګول ضروري دي ۔ده ووئيل  د بجلۍ غلا په بشپړه توګه ختمولو لپاره پاور سيكټر كښې په هره كچه د سختو اقداماتو ضرورت دے۔وزيراعظم امر وكړو په كليو كښې د لوډشيډنګ مسئلې په موثر  ډول مخ نيوي لپاره د كليو په كچه  د شمسي توان(سولرائزېشن )پروژې جوړې كړئ۔غونډې ته د بجلۍ تقسيم كونكو كمپنو كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركړی شو چې پكښې ووئيل شول  د بجلۍ تقسيم كونكو كمپنو تكنيكي او كمرشل زيان پرله پسې كميږي٬تېر مالي كال كښې د ټرانسمشن او ډسټريبيوشن لاسز په مد كښې تر ټولو لږ زيان اسلام آباد٬لاهور او د ګوجرانواله بجلۍ تقسيم كونكو كمپنو ته  رسېدلے۔بريفنګ له مخې په مالي كال 2025-2026 كښې اسلام آباد اليكټرك سپلائي كمپنۍ٬لاهور اليكټرك سپلائي كمپنۍ٬ګوجرانواله اليكټرك پاور كمپنۍ٬فيصل آباد اليكټرك سپلائي كمپنۍ او ملتان اليكټرانك پاور كمپنۍ 100 فيصد ريكورۍ شوي۔د بجلۍ غلا مخ نيوے٬ د ريكوري ښه والے٬ د تكنيكي مسئلو ښه حل راويستلو كښې مرستې لپاره حيدرآباد٬سكهر٬لاهور٬ملتان او  د هزاره بجلي تقسيم كونكو كمپنو كښې ډسكو سپورټ يونټس جوړ كړې شوي دې۔بريفنګ له مخې  د ټرانسفامر په كچه ايسيټ پرفارمنس منيجمنټ سسټم تنصيب لپاره وړومبې پړاؤ تر 30 ستمبر 2026 به بشپړ شي۔اے پي ايم ايس څخه مربوط ټرانسفارمر تنصيب څخه به د بجلۍ غلا او لوډشېډنګ كمولو له مرسته ترلاسه شي۔غونډې ته ووئيل شول په ملتان٬لاهور٬پېښور٬هزاره او كوئټې رينجنز كښې 16.2 ملين سنګل فيز اے ايم آئي ميټرز تنصيب په منصوبه غور روان دے۔

مزید خبریں