پټروليم لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه٬ په ورځني پټرولیم پرائسنګ مېکنزم غور

  اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) پټروليم لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه د سېنېټر عمر فاروق په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔ غونډه كښې په ورځني بنياد د پټرولیم مصنوعات بيعو متعين كولو په تګلاره ٬ د سركاري پټروليم كمپنيو چيئرپرسنز او د اېم ډي تقررۍ په معيار ٬ د بورډ آف ډائرېکټرز تشكيلولو او د كمېټۍ په تېرو سپارښتنو د عملدرآمد جاج واغستے شو۔ د سېنېټ سېکرټرېټ …

 

اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) پټروليم لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه د سېنېټر عمر فاروق په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔ غونډه كښې په ورځني بنياد د پټرولیم مصنوعات بيعو متعين كولو په تګلاره ٬ د سركاري پټروليم كمپنيو چيئرپرسنز او د اېم ډي تقررۍ په معيار ٬ د بورډ آف ډائرېکټرز تشكيلولو او د كمېټۍ په تېرو سپارښتنو د عملدرآمد جاج واغستے شو۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې كمېټۍ په دې وروستيو كښې په معارفي كړې شوي یومیه پټرولیم پرائسنګ  مېکنزم بشپړ غور وكړو او د 15 ورځو بيعو د تعين پخواني نظام  په اړه يۍ پوښتنې وكړی۔ د پټروليم وفاقي وزير علی پروېز ملک كمېټۍ ته ووئيل  وفاقي حكومت د بيعو د تعين عمل غېر سياسي جوړولو سره آزاد رېګولېټر اوګرا ته د پټرولیم مصنوعات بيعو متعين كولو اختيار وركړے دے۔(

مزید خبریں