سپريم كورټ ٬  د نوې فېكسېشن  پاليسۍ تر مخه 8 زره 62 مقدمې مقرر ٬ 6216 تر سره كړې شوې ٬  د زړو كېسونو په پرېكړو كښې ګړندے والے

  اسلام آباد ۔30 جولائي (اے پي پي) سپريم كورټ كښې  د 21 اپرېل 2026 نه نافذ كرې شوې نوې فېكسېشن پالسۍ  تر مخه تر 29 جولائي  په مجموعي توګه 8 زره 62 مقدمې د سماعت لپاره مقرر كړې شوي  چې پكښې  6 216 مقدمې تر سره كړې شوي  او دغسې د مرګ سزا ٬ د ګرفتارۍ نه پس د ضمانت  او د وړاندې ضمانت كېټګرېز  كښې تر  كال 2025 …

 

اسلام آباد ۔30 جولائي (اے پي پي) سپريم كورټ كښې  د 21 اپرېل 2026 نه نافذ كرې شوې نوې فېكسېشن پالسۍ  تر مخه تر 29 جولائي  په مجموعي توګه 8 زره 62 مقدمې د سماعت لپاره مقرر كړې شوي  چې پكښې  6 216 مقدمې تر سره كړې شوي  او دغسې د مرګ سزا ٬ د ګرفتارۍ نه پس د ضمانت  او د وړاندې ضمانت كېټګرېز  كښې تر  كال 2025 د راغلو ټولو مقدمو فېصلې شوي دي۔  د سپريم كورټ د پرېس اېسوسي ايېشن غړو ته بريفنګ وركولو كښې رجسټرار  سهېل لغاري ووئېل  دا پېشرفت  د ټولو ځنډېدونكو مقدمو  د مكمل ډيجېټل كېټګريائزېشن ٬ نوې فكسېشنز پالسي او د عدالتي اصلاحات  له امله ممكن شو۔ ده ووئېل د چيف جسټس عهده د سنبهالولو په وخت  تر ټولو لويه مسئله دا وه  چې د عدالت سره يوازې  د ځنډېدونكو مقدمو شمېره موجود وه خو دا معلومه نه وه  چې په كومه قانوني څانګه كښې څومره مقدمې پرتي دي٬ چې ورسره د مقدمو  په ترجيحي بنيادونو اورېدېنې لپاره موثر پالسي مرتب كول ناممكن وه۔سپريم كورټ د دې نه وړاندې  ocr44 په اړه ووئېل د دې سورتحال ترمخه  د ټولو ځنډېدونكو مقدمو سكېنګ ٬ بار كوډنګ ٬ او سي آر  د 995 ځنډېدونكې مقدمې په مكمل توګه ډيجېټائلز كړې دي  چې پكښې 11 زره 999 مقدمې  تر سره كړې شوي ۔ ۔ رجسټرار ووئېل  د ګېټګريائزېشن  مكمل كولو نه پس  د 21 اپرېل 2026  نه نوې فكسېشن پاليسي نافذ كړې شوې  د كومې تر مخه چې د مرګ سزا ٬  ضمانت٬  فېملي ٬ كرايه داري ٬ سروس ٬  ټيكس ٬ د زندان پېټېشنز ٬ رېمانډ ٬  توهين عدلت  او نورې د هنګامي نوعيت مقدمې په ترجيحي بنيادونو اورېدنې لپاره مقرر كړې كېږي۔

مزید خبریں