اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) پاكستان وئيلي دي په خليجي منطقه كښې تاؤ تريخوالې كمولو له د امريكې – ايران خبرې روانې دي٬ اسلام آباد مفاهمتي يادښت او د پاكستان – قطر شريكه اعلاميه تلپاتي امن لپاره اوس هم د بنيادي فرېم ورك حېثيت لري۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د زيارت په ورځ دلته اوونيز پرېس بريفنګ كښې ووئيل پاكستان په روانه كړكېچنه وضعه كښې دا خبره …
د امريكې ايران خبرې روانې دي ٬ اسلام آباد مفاهمتي يادښت او د پاكستان – قطر اعلاميه تلپاتي امن لپاره اوس هم د بنيادي فرېم ورك حېثيت لري: د خارجه دفتر وياند اوونيز پرېس بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) پاكستان وئيلي دي په خليجي منطقه كښې تاؤ تريخوالې كمولو له د امريكې – ايران خبرې روانې دي٬ اسلام آباد مفاهمتي يادښت او د پاكستان – قطر شريكه اعلاميه تلپاتي امن لپاره اوس هم د بنيادي فرېم ورك حېثيت لري۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د زيارت په ورځ دلته اوونيز پرېس بريفنګ كښې ووئيل پاكستان په روانه كړكېچنه وضعه كښې دا خبره تكراروي چې خبرې اترې او سفارتكاري وړاندې تللو له يوازينۍ د عمل وړ لاره ده۔ ده ووئيل مونږ بشپړه هڅې كوو چې دواړه اړخونه يو وارې بيا مفاهمتي يادښت پلو راشي۔ وياند به دواړو اړخونو زور راوړو چې هغوي د زغم څرګندونه وكړي او د تكنيكي كچې خبرې بيا پېل كولو له په خپل عزم په بشپړ ډول عمل وكړي۔ ده ووئيل په خليج او آبنائے هرمز كښې مجموعي امنيتي وضعه اوس هم نازكه ده او د غېر رياستي عناصرو لخوا په سعودي عربستان بريدونه د غندنې وړ دي۔ ده هيله ښكاره كړه چې دواړه اړخونه به يو وارې بيا د تكنيكي كچې خبرو ته بېرته كيني۔ وياند ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف، فیلډ مارشل سید عاصم منیر او نائب وزیراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې خارجه وزارت او ټولې اړوندې ادارې د صورتحال په ټولو اړخونو قابو موندلو له په بشپړ ډول چمتو دي او پاكستان ټولې سفارتي او تزويراتي سرچينې كارولو سره د مؤثر كردار ترسره كولو صلاحيت لري۔ ده د كوېتي خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح د اسلام آباد سركاري دورې حواله وركولو سره ووئيل دواړو هېوادونو تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ آئي ټي او د كر كيلې څانګو كښې د همكارۍ په لا زياتولو اتفاق كړے۔ ده د پاکستان۔کوېت دفاعي همكارۍ لوظنامې د كوېت لخوا توثيق خوشبينه ګڼلو او ده دا د اداره جاتي اړيكو لا مضبوطولو پلو يو مهم پېشرفت وګرځولو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ثالثي او دفاعی همكاري يو بل سره متصادم نه دي ځكه چې دا بېل بېل نوعيت لري۔ داوړه په بېل بېل اړخ كار كوي۔ وياند د ډوئچے ویلے (ډی ډبلیو) لخوا د پاكستان په جوهري پروګرام نشر كړې شوې اوسنے فلم په سختۍ سره مسترد كولو سره دا د بې بنسټه تبصرو او جانبدارو سرچينو تكرارول وګرځول۔ ده ووئيل دا دستاويزي فلم يا خو د پاكستان د جوهري پروګرام تاريخ ٬ ارتقاﺀ او د دې پس منظر څخه د ژور ناواقفيت عكاسي كوي او په قصد سره د دې حقائقو د نظر انداز كولو هڅه ده۔ ده د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان په خپل مضبوط كمانډ اېنډ كنټرول نظام بشپړ باور لري۔ ده د هند لخوا د پاكستان ټي وي او نورو ادارو سوشل ميډيا اكاؤنټس ته د لاس رسنې د مخنيوي پرېكړې غندنه وكړه او دا يۍ په حقائق د اډانه رپورټنګ له منځه وړلو يوه منظمه پالېسي وګرځوله۔ ده ووئيل د هند په موجوده ماحول كښې په حقائق د اډانه صحافت هېڅ ګنجائش نشته۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې په هند كښې د ميډيا د محدود كېدونكې دائرې نوټس واخلي۔ وياند به آزاد كشمير كښې په شوو ټاكنو د هند تبصرې او د كشمير غېر قانوني قبضه د معمول برخه څرګندولو هڅه هم په سختۍ سره مسترد كړه۔ وياند د پوله ايزې سلامتيا او افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې د ترهګرۍ مخنيوي كارروائيو كښې د عامو وګړو وژلے كېدو اړوند تورونه مسترد كولو سره ووئيل د پاكستان كارروائيو كښې يوازې ترهګر او افغانستان كښې ناست د هغوئي سرپرست په نخښه كولې شي۔ ده ووئيل ميډيا دې دا حقيقت په جدي توګه واخلي افغانستان څخه فعاله ترهګر عناصر په كومو كښې چې ځينې وختونو كښې افغان وګړي هم شامل وي په پاكستان كښی د ترهګرۍ كارروايۍ كوي نو ځكه مونږ له به د وګړو او قانون نفاذ كوونكو ادارو سلامتيا له اقدامات كول وي او دا به سباؤن كښې هم دغسې دوامداره ساتلې شي۔ د فلسطين په اړه ده ووئيل پاکستان اووه عرب او اسلامي هېوادونو سره په ګډه يو بيان جاري كړے په كوم كښې چې په بېت المقدس كښې په مسجد اقصیٰ د اسرائيلي بندېزونو غندنه شوې۔ د پاكستان د فعاله سفارتي هلو ځلو ذكر كولو سره وياند ووئيل وزیراعظم شهباز شریف د سعودي ولي عهد او وزیراعظم شهزادہ بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره په ټېلېفون خبرې كړي او دې څخه وړاندې نائب وزيراعظم د سعودي عربستان ٬ اردن او مصر خپلو همڅنګو سره ټېلېفوني تماس نيولے ؤ۔ ده ووئيل نائب وزيراعظم په كرغستان كښې د شنګھائي تعاون تنظيم خارجه وزيرانو كونسل كښې د پاكستان نمائندګي كړې چرته چې هغه دا دې تصديق وكړو چې پاكستان به كال 2026ء څخه تر 2027ء د ابس سي او چیئرمېن شپ سنبھال كړي۔ په دې لړ كښې د راروان كال په منځومانه كښې به د اېس سي او خارجه وزيرانو كنفرس او د كال 2027ء دويمه نيمايۍ كښې د اېس سي او مشرانو غونډه پاكستان كښې كيږي







