ارجنټائن، د چورلكې په پیښه كښې   7  كسان مړه شول

  هیونس آئرس۔30جولائي  (اے پي پي) د ارجنټائن  په  لويديز ولايت سانجوان كښې د چورلكې  پیښې كښې 7  كسان مړه شول ۔ د امارات نیوز ایجنسۍ وام  تر مخه چارواكو ووئېل دا پیښه تېره ورځ هغه وخت رامخې ته شوه چې كله بیل 412 چورلكې څخه  د مقامي وخت مطابق شهار نزدې 10 بجې رابطه منقطع  شوه ۔ دا چورلكه د ارجنټائن وفاقي ایمرجنسي مینجمنټ ایجنسۍ په لیز اغستې وه  …

 

هیونس آئرس۔30جولائي  (اے پي پي) د ارجنټائن  په  لويديز ولايت سانجوان كښې د چورلكې  پیښې كښې 7  كسان مړه شول ۔ د امارات نیوز ایجنسۍ وام  تر مخه چارواكو ووئېل دا پیښه تېره ورځ هغه وخت رامخې ته شوه چې كله بیل 412 چورلكې څخه  د مقامي وخت مطابق شهار نزدې 10 بجې رابطه منقطع  شوه ۔ دا چورلكه د ارجنټائن وفاقي ایمرجنسي مینجمنټ ایجنسۍ په لیز اغستې وه  او دا په   سانجواان كښې د  تربیي مشقونو مکمل کولو نه پس  لوېديز ولايت لا ریوجا  ته روانه كېدونكې وه  ، چرته چې هغې له په ځنګلو د اور مړ كولو کارروائیو كښې برخه اغستل وه ۔ ورستو  د سانجوان  ګورنر  تصدیق وكړو چې په هیلي کاپټر كښې ناست میں ټول 7  كسان مړه شول ۔ مړو شوو كښې د  سول ډیفنس ډائریکٹر، د فائر ډیپارټمنټ مشر  او د صوبائي پولیس ډپټي چیف هم شامل دي۔ چارواكو د پیښې وجه او د حالات تعين له پلټنې پېل كړې دي۔