اسلام آباد۔30جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني سره د جمهوریه سوئېلې كوريا يو اعلې كچ پلاوي د زيارت په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو او د پاکستان او سوئېلې كوريا تر مينځه د بائیو ټیکنالوجي ، مصنوعي ځېركتيا ، روغتيا ، فارماسیوټیکل او د آئي ټي پشمول د بېلو څانګو د مرستې په وده يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د پلاوي مشري د كے …
د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني سره د سوئېلې کوریا اعلې كچ پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔30جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني سره د جمهوریه سوئېلې كوريا يو اعلې كچ پلاوي د زيارت په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو او د پاکستان او سوئېلې كوريا تر مينځه د بائیو ټیکنالوجي ، مصنوعي ځېركتيا ، روغتيا ، فارماسیوټیکل او د آئي ټي پشمول د بېلو څانګو د مرستې په وده يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د پلاوي مشري د كے او اے بائیو (KOA-Bio) چیف ایګزیکټو آفیسر چو وكړه ٬ دغسې د سوئېلې كوريا د نامتو کمپنیو مختلف څانګو څخه تړون لرونكې اعلیٰ چارواكي هم پلاوي كښې شامل وو ۔ د سینیټ سیکرټریټ تر مخه د ملاقات په مهال د سینیټ چيئرمېن پاکستان او د سوئېلې کوریا تر مينځه د زړې دوستانه شراکت دارۍ رامخې ته كولو سره ووئېل پاکستان د دواړو هېوادونو تر مينځه اقتصادي او تکنیکې مرستې ته ډېر اهمیت وركوي۔ ده ووئېل د پاکستان او سوئېلې كوريا تر مينځه تجارت، سرمایه کارۍ ، ټیکنالوجي او د تعلیم په څانګو كښې مرسته پرله پسې وده مومي ۔سید یوسف رضا ګیلاني ووئېل بائیوټیکنالوجي ، فارماسیوټیکل، صحت، مصنوعي ځېركتيا او د آئي ټي په څانګو كښې د مرستې پراخه موقعې موجود دي ۔ ده بائیوټیکنالوجي ، جدید داروګانو جوړولو او کلینیکل ریسرچ كښې اوږد مهاله شراکت داري ضروري ګرځولو سره ووئېل شريكو منصوبو، د ټیکنالوجي منتقلۍ او ادارہ جاتي مرستې له به لا وده وركول وي ۔چیئرمین سینیټ ووئېل پاکستان كښې د پوهنتونونو ، طبي ادارو، تحقیقاتي مراکز او د پوھانو صلاحیت لرونكے افرادي قوت موجود دے كوم چې جدیدو سائنسي او طبي څنګو كښې د نړيوالې شراکت دارۍ لپاره سازګار ماحول وركوي ۔ ده د سوئېلې کوریا کمپنیو ته پاکستان كښې په طبی آلات، ډیجیٹل هیلتھ او بایومیډیکل انجینئرنګ څانګو كښې د سرمایه کارۍ بلنې وركولو سره ووئېل د پارلیماني سفارتکارۍ د لارې هم د دواړو هېوادونو شرېكې اړېكې لا مستحکمېدې شي ۔ د کوریا پلاوي د پاکستان زياتېدونكې سائنسي صلاحیتونو او د سرمایه کار دوست پالیسیو ستائنه وكړه او بېلو څانګو كښې د مرستې لا امکانات لټولو لهيې خوښي ولرله










