د قامي اسمبلۍ سپيكر هنګو كښې د پوليس په پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه ٬شهيدو شوو اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې

  اسلام آباد30 جولائی(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق هنګو ضلع كښې د پوليس په پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنې كولو سره د ډي ايس پي ديار خان پشمول د 9 ځوانانو په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه ۔د زيارت په ورځ د غندنې په خپل بيان كښې ده د ترهه ګرو په مړانه  سره مقابله كولو كښې  شهيد شوي ډي …

 

اسلام آباد30 جولائی(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق هنګو ضلع كښې د پوليس په پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنې كولو سره د ډي ايس پي ديار خان پشمول د 9 ځوانانو په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه ۔د زيارت په ورځ د غندنې په خپل بيان كښې ده د ترهه ګرو په مړانه  سره مقابله كولو كښې  شهيد شوي ډي ايس پي ديار خان او ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې او د بريد ناكامه كولو او په ځوابي بريد كښې د  ترهه ګرو په وژلو  پوليس افسرانو او ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔سپيكر د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او  د يو والي څرګندونې كولو سره ووئېل د هغوي په غم او دړد كښې برابر شريك يو۔سردار اياز صادق د ډي ايس پي مجاهد حسين پشمول د ژوبل شوو پوليس اهلكارو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر دعا وكړه چې لويې څښتن دې شهيدو شوو له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي