بهر هيوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېواد قيمتي اثاثه ده٬د كيو آر كوډ د لارې دې  د ګيلو اندراج له د ديجيټائيزېشن په اړه خبرتيا پېدا كړې شي ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

  اسلام آباد30 جولائی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېواد قيمتي اثاثه ګرځولو سره وئېلي دي هغوي ته هر ډول آسانۍ وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي٬ د كيو آر كوډ د لارې هغوي د ګيلو اندراج له د ديجيټائيزېشن په اړه دې خبرتيا پېدا كړې شي ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه بهر هېوادونو كښې پاكستانيانو لپاره په سفارتخانو كښې د آسانيو زياتولو …

 

اسلام آباد30 جولائی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېواد قيمتي اثاثه ګرځولو سره وئېلي دي هغوي ته هر ډول آسانۍ وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي٬ د كيو آر كوډ د لارې هغوي د ګيلو اندراج له د ديجيټائيزېشن په اړه دې خبرتيا پېدا كړې شي ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه بهر هېوادونو كښې پاكستانيانو لپاره په سفارتخانو كښې د آسانيو زياتولو ٬ د دستاويزات تصديقۍ عمل ډيجيټائيزېشن٬د ګيلو عمل لا آسانولو او بهر هېوادونو څخه پاكستان كښې  د بيلو كارونو ادائيګو لپاره د ډيجيټل نظام په اړه د خارجه وزارت بريفنګ په مهال كړی۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې خارجه وزارت٬بيلو هېوادونو كښې  د پاكستان سفيرانو٬داخله وزارت٬ايف آئي اے٬آئي ټي وزارت او اړوند اعلٰی چارواكو په دې اړه تفصيلات څخه وزيراعظم خبر كړو ۔وزيراعظم ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان زمونږ قيمتي اثاثه ده چاته چې هر ډول آساني وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي۔وزيراعظم ته ووئيل شول  د بهر هېوادونو پاكستانيانو آسانيو لپاره پاور آف آټارني او د زمكو اخستل او خرڅولو نظام او  د دستاويزات تصديقۍ عمل آسانولو لپاره كيو آر كوډ معارفي كړی شوې۔وزيراعظم ووئيل  د كيو آر كوډ د لارې بهر هېوادونو كښې  د مېشته پاكستانيانو د ګيلو اندراج ډيجيټائيزېشن خوشبينه دے٬سفارتخانو كښې دې دا ولګولې شي او دې ته دې لاس رسنه زياته كړی شي٬د كيو آر كوډ د لارې د ګيلو اندراج په اړه بهرني هېوادونو كښې  مېشته پاكستانيانو لپاره دې  خاص د خبرتيا كمپائن وچلولې شي دغسې چې د زيات نه زيات خلق د دې نظام د لارې ګيلې خپلې درج كړي۔وزيراعظم ته ووئيل شول  د وګړو آسانيو لپاره خارجه وزارت اسلام آباد كښې د مازيګر شفټ بحال كړے شوے  دغسې د دستاويزات تصديق سهولت په آسان خذمت مركز اسلام آباد كښې هم معارفي كړے شوے۔د دې نه علاوه د كورئير د لارې تصديقي عمل معارفي كولو سره سره هائير ايجوكېشن كمېشن٬انټر بورډز كوآرډينيشن كمېشن٬نادرا او نېشنل پوليس بيورو ډيټابيس سره تړلې شوي كومو څخه چې د تصديقۍ عمل لان تند كړے شوے ۔غونډې ته ووئيل شول د اپوسټائل نظام له مخې تصديقۍ عمل ون سټيپ كړے شوے ٬راتلونكي پړاؤ كښې به دا ټول نظام په بشپړه توګه ډيجيټائز كولو له كار په تندۍ سره روان دے۔په دې اړه د اين آئي ټي بي په مرسته موبائل ايپلي كيشن جوړېږي چې پكښې به برته ډيټه سرټيفيكيټ٬ميرج رجسټرېشن سرټيفيكيټ٬فيملي رجسټرېشن سرټيفيكيټ وغيره دغسې نور دستاويزات هم  د ډيجيټل نظام د لارې تصديق كول ممكن شي۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬وفاقي وزيران احمد خان چيمه٬عطاﺀ الله تارړ٬چوهدري سالك حسين٬شزه فاطمه خواجه٬وزيرمملكت عون چوهدري٬خاص مرستيال طارق باجوه او اړوند اعلٰی چرواكو ګډون وكړو