جنېوا۔30جولائی(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي د فلسطين په خاوره د اسرائيل پرله پسې قبضه د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ د سی جی ټی اېن له مخې دا خبره تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر آفس وياند روينا شمداساني خپله بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل اسرائيلي لارښود په ښكاره ډول د عامو فلسطيني وګړو خلاف د انتقامي كارروائيو او اجتماعي سزا غوښتنه كوي٬ …
په فلسطيني خاوره د اسرائيل پرله پسې قبضه د نړيوال قانون خلاف ورزي ده: ملګري ملتونه
جنېوا۔30جولائی(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي د فلسطين په خاوره د اسرائيل پرله پسې قبضه د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ د سی جی ټی اېن له مخې دا خبره تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر آفس وياند روينا شمداساني خپله بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل اسرائيلي لارښود په ښكاره ډول د عامو فلسطيني وګړو خلاف د انتقامي كارروائيو او اجتماعي سزا غوښتنه كوي٬ بلخوا لوئيديزه غاړه د يوې بلې غزه جوړولو دړكې هم وركولې شي كومې چې زياتې اندېښمنې دي۔ روِینا شمداسانی ووئيل اسرائيلي آباد كار او امنيتي ځواكونه په مقامي فلسطيني ودانيو بريدونه كوي۔ دا مهال د فلسطيني وګړو په تږ راتږ بندېز لګولے شوے دے چې ورسره تر بنيادي آسانيو او خذماتو رسېدل ګران شوي دي۔ ده ټولو اړخونو څخه غوښنه وكړه چې د فلسطيني وګړو وژلو ٬ جبري بې دخلۍ او نورو خلاف ورزيو مخنيوي له دې عملي ګامونه پورته كړې شي او د اسرائيل غېر قانوني قبضه دې ختمه كړې شي












