اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف هنګو كښې په پوليس پوسته دفتنة الخوارج ترهګرو بريد په سختو ټكو غندلو سره د ډپټی سپرنټنډنټ پولیس دیار خان په شمول د 9 پوليس اهلكارو په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهيدانو لپاره د لوړو درجو او د هغوي …
وزيراعظم هنګو كښې په پوليس پوسته دفتنة الخوارج ترهګرو بريد وغندلو
اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف هنګو كښې په پوليس پوسته دفتنة الخوارج ترهګرو بريد په سختو ټكو غندلو سره د ډپټی سپرنټنډنټ پولیس دیار خان په شمول د 9 پوليس اهلكارو په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهيدانو لپاره د لوړو درجو او د هغوي كورنيو لپاره د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزيراعظم په بريد كښې ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ وزیراعظم د ځوابي كارروايۍ په نتيجه كښې د فتنة الخوارج 15 ترهګرو په وژلو د خېبر پښتونخوا پوليس ستائنه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د ترهګرۍ په ضد پوليس تل د اولني صف كردار ترسره كړے دے۔ ده زياته كړه چې هېواد څخه د هر ډول ترهګرۍ ختمول عزم لرؤ












