اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې مونږ د بشري قاچاق د دې ناوړه جرم خاتمې لپاره د بشري قاچاق مخنيوي نړيوالې ورځې په موقع د خپل قامي عزم پخلې كوو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت وويل نړيوال جرم نه د پولو احترام كوي٬ نه د قامونو او نه د سماجي يا معاشي حېثيت٬ …
بشري قاچاق قانوني جرم سره سره د بشري حقونو سنګينه خلاف ورزي هم ده: د صدر مملکت آصف علي زرداري د بشري قاچاق مخنيوي نړيوالې ورځ په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې مونږ د بشري قاچاق د دې ناوړه جرم خاتمې لپاره د بشري قاچاق مخنيوي نړيوالې ورځې په موقع د خپل قامي عزم پخلې كوو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت وويل نړيوال جرم نه د پولو احترام كوي٬ نه د قامونو او نه د سماجي يا معاشي حېثيت٬ د بهتر سباون په لټون كښې راوتي كسان، د معاشي موقعو خواهش لرونكي يا د شخړو نه بچ كېدو لپاره كډه كوٶنكي كسان مجرمانه ډلې خپلې بې رحمۍ سره مخ كوي چې نتيجه ئې د زياتره د قېمتي ځاني زيان په صورت كښې رامخې ته كېږي، په خاص توګه سمندري لارو څخه د غېر قانوني سفر په مهال د دې نوعيت لوے چېلنج مخنيوي لپاره ګډ وډ او غېر مربوط اقدامات كافي نه دي، بلكې دې لپاره وحدت٬ پرله پسې او په نړيواله كچه كوټلې ردعمل ضروري دے۔ صدر مملکت ووئيل چې د بشري قاچاق بنيادي وجوهات غربت، ځائي او سيمه اېز شخړې، د معاشي موقعو كمې، د تعليم فقدان او د امېګريشن قانوني طريقه کار په اړه د خبرتيا نشتوالې دې٬ تر څو چې په دې بنيادي عواملو پوهېدو سره د دې موثره تدارك ونه كړې شي په دې مسئله به قابو ونه موندلې شي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل پاکستان د دې خطر مخنيوي لپاره خپله لائحه په بنيادي توګه بيا د سره مرتب كړې ده٬ مونږ له ځائي قانون نافذ كوٶنكو ادارو او نړيوالو شراكتدار سره مرسته لا قوي كول دي دغسې چې د بشري قاچاقبرو لپاره ، خواہ كه ھغوي د هېواد دننه دي يا بهر ٬ يو ځائ دوي لپاره محفوظ پناه ګاه پاتې نشي٬ اېف آئي اے په دې جنګ كښې د وړومبي صف كردار لوبوي او د دې لعنت خاتمې لپاره په يو شمېر محاذونو په سنجيدګۍ او عزم سره هڅې كوي۔ صدر مملکت ووئيل مونږ خپل انټيلي جنس صلاحيتونه زيات كړي دي۔ده ووئيل د بشري قاچاقبرو نېټ وركس ماتولو لپاره زمونږ هڅې زياتې شوې دي چې په نتيجه كښې ئې اهم عناصر ګرفتار شوې دي او يو شمېر كمزورې او بې سهارا ځپلې محفوظ كړې شوې دي۔ صدر مملکت ووئيل مونږ له داسې پاکستان جوړول دي چرته چې اميد٬ پرمختګ او حقيقي معاشي موقعې په خاص توګه زلمي كول لپاره د هېواد دننه ترلاسه شي٬ كله چې زياتې موقعې موجود وي نو يوه كورنۍ به د بشري قاچاقبرو په جال كښې په نښتو مجبور نشي۔صدر آصف علي زرداري ووئيل راځۍ چې مونږ د بشري قاچاقبرو په ضد د هلو ځلو عزم بيا د سره پخلې وكړو٬ نړيوالو شراكتدارو سره په ګډه كار وكړو او داوسې پاكستان جوړ كړو چرته چې هر انسان محفوظ ماحول كښې عزت، وقار او اطمينان سره ژوند وكړې شي۔










