اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري ته په جناح پوسټ ګريجويټ ميډيکل سينټر (جے پي ايم سي) كښې مجوزه جامع سټروك سينټر جوړولو په وژن او د عملدرآمد په لائحه بريفنګ وركړې شوې٬ دا بريفنګ د يونيورسټي آف ټوليډو د نيورولوجي څانګې پروفيسر، نړيوال شهرت لرونكي ويسکيولر او انټروينشنل نيورولوجسټ او د جے پي ايم سي د جامع سټروك پروګرام باني ډائريکټر ډاکټر …
وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري ته په جناح پوسټ ګريجويټ ميډيکل سينټر كښې د مجوزه جامع سټروك سينټر جوړولو په وژن او د عملدرآمد په لائحه بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري ته په جناح پوسټ ګريجويټ ميډيکل سينټر (جے پي ايم سي) كښې مجوزه جامع سټروك سينټر جوړولو په وژن او د عملدرآمد په لائحه بريفنګ وركړې شوې٬ دا بريفنګ د يونيورسټي آف ټوليډو د نيورولوجي څانګې پروفيسر، نړيوال شهرت لرونكي ويسکيولر او انټروينشنل نيورولوجسټ او د جے پي ايم سي د جامع سټروك پروګرام باني ډائريکټر ډاکټر سيد فضل زيدي د پيشنټ ايډ فاؤنډيشن چيئرمين مشتاق چھاپړا سره وركړې۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د بريفنګ په مهال ډاکټر فضل زيدي په سندھ كښې د فالج (سټروک) په زيات شوي بار رڼا اچولو سره ووئيل چې د 5.5 كروړه نه د زياتې آبادې په دې صوبه كښې هره ورځ تقريباً 500 كسان فالج سره مخ كېږي چې پكښې لګ بھګ 50 رنځوران د شديد نوعيت فالج سره مخ دي او د آئي سي يو ضرورت لري۔ ده ووئيل چې په وخت او ځان بچ كوٶنكي علاج كولو لپاره د اولسي صحت په نظام كښې يو جامع سټروک سينټر جوړول ډېر ضروري دے۔ په دې موقع وړومبۍ مېرمن ته ووېيل شول هر څو كه NICVD او SICVD اسکيمک سټروک رنځورانو ته اهم طبي سهولتونه وركوي خو په سندھ كښې تر اوسه د جامع سټروک يو سينټر نشته كوم چې د فالج د ټولو قسمونو پسمول اسکيمک او هيموريجک سټروک، پيچلې اعصابي و شرياني هنګامي صورتحال، جديد نيورو انټروينشنل طريقه علاج، نيورو کريټيکل کيئر او د خاص بحالۍ خدمات وركولې شي۔ وړومبۍ مېرمن د پاکستان سټروک انيشي ايټو، پيشنټ ايډ فاؤنډيشن او د جے پي ايم سي لخوا په پاکستان كښې د فالج علاج ښه كولو لپاره د مشتركه هلو ځلو ستائنه وكړه۔ دې د خاص سټروک سهولتونو د مضبوطولو په اهميت رڼا اچولو سره د قابلِ تدارک اموات او په ټول عمري معذورۍ كښې كمي لپاره د دا ډول ټولو اقداماتو د بشپړه ملاتړ څرګندونه وكړه چې ورسره قيمتي ځانونه بچ شي او د رنځورانو په صحت بيا موندلو كښې مرسته وشي۔ غونډه د دې عزم سره پائې ته ورسېده چې جے پي ايم سي به د جامع سټروک سينټر د سرکاري څانګې د صحت يو تاريخي منصوبې په دوه مخ په وړاندې بيائي كومه چې به د موجوده طبي سهولتونو بشپړولو سره په سندھ كښې د فالج علاج نظام لا مضبوط كړي او د سندھ او پاكستان اولس ته به تر اعليٰ معيار د خاص طبي خدماتو رسنه وركړي۔ په دې موقع د كراچۍ ميئر بيرسټر مرتضيٰ وهاب هم موجود ٶ










