ملګري ملتونه ۔29جولائی(اے پی پی) پاکستان منځني ختيز سره اړوند د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل درې مياشتنيزه غونډه كښې په قرارداد 2803 د بشپړ عملدرآمد غوښتنه كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې په غزه كښې له كوم تعطل پرته د بشري مرستې رسنې ، مستقلې جنګ بندۍ او فلسطيني رياست جوړولو له په ټاكلي موده اډانه لرونكي سياسي عمل ته اړتيا ده۔ دا خبره په ملګرو …
په غزه كښې جنګ بندۍ او فلسطيني رياست لپاره د ملګرو ملتونو قرارداد 2803 كښې په شوو لوظونو به بشپړ عملدرآمد كول وي: پاكستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔29جولائی(اے پی پی) پاکستان منځني ختيز سره اړوند د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل درې مياشتنيزه غونډه كښې په قرارداد 2803 د بشپړ عملدرآمد غوښتنه كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې په غزه كښې له كوم تعطل پرته د بشري مرستې رسنې ، مستقلې جنګ بندۍ او فلسطيني رياست جوړولو له په ټاكلي موده اډانه لرونكي سياسي عمل ته اړتيا ده۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد سلامتي كونسل ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د كال 2025 جنګ بندۍ او د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د غزه شخړې ختمولو بشپړه منصوبې په بشري بحران كښې د كمي او د فلسطيني وګړو د خپلواكۍ حق او د رياست جوړولو له يوه مهمه موقع رامخې ته كړه۔ بياهم په دې اقداماتو عملدرآمد كښې تاخير د فوري پام تقاضا كوي۔ ده ووئيل په امن منصوبه او د سلامتي كونسل قرارداد 2803 كښې په شولو لوظونو عملدرآمد ضروري دے ٬ په بل صورت كښې عادلانه او جد تلپاتي امن هيلو ته زيات زيان رسېدې شي










