د نائب وزيراعظم اسحاق ډار او کوېتي خارجه وزير ترمېنځه د پلاوي په كچه مذاكرات

  اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د کوېت خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې د پلاويو په كچه د مذاكراتو په ګډه مشري وكړه۔ د خارجه دفتر له مخې داوړو ډلو د پاکستان او کوېت ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو بشپړ جاج اغستو سره تجارت، سرمايه کارۍ، توان، …

 

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د کوېت خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې د پلاويو په كچه د مذاكراتو په ګډه مشري وكړه۔ د خارجه دفتر له مخې داوړو ډلو د پاکستان او کوېت ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو بشپړ جاج اغستو سره تجارت، سرمايه کارۍ، توان، افرادي قوت، زراعت، انفارمېشن ټېکنالوجي، صحت، کان کني ٬ معدنيات، دفاع او د پراخه اقتصادي همكارۍ پشمول په بېلو څانګو كښې د مرستې لا قوي كولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه٬ دواړو هېوادونو د اداره جاتي تړون په لا مستحکمولو او د اعلیٰ كچې رابطو د باقاعده تبادلې د لارې د دوه اړخيزه مرستې په لا موثره او منظم كولو اتفاق وكړو۔ دوئي د شريكې خوښې په ګڼ اړخيزه فورمز يو بل سره نزدې رابطه كښې پاتې كېدو له د خپل پخلے هم وكړو۔  د کويت خارجه وزير په تود هركلي او مېلمستيا د پاكستاني حکومت  او اولس مننه وكړه۔ ده د کووډ-19 وباء په مهال د کوېت په ملاتړ پاكستان ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ نائب وزيراعظم د كوېت خارجه وزير سره د پاکستان د اوږدې مودې ورورولۍ اړيكو له د پاکستان د غير متزلزل عزم پخلي كولو سره د دې خواهش څرګندونه وكړه چې دواړه هېوادونه دې په شريكه ګټه اډانه شراکت دارۍ ته په ټولو څانګو كښې لا پراختيا وركړي۔ ډلو د منځني ختيز او فلسطين صورتحال پشمول د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د کويت خارجه وزير په منطقه كښې د امن او استحکام ودې لپاره د پاکستان د ګټور كردار ستائنه هم وكړه۔

مزید خبریں