د وزيراعظم بيلو څانګو كښې د ټېكس استعداد تخمينې لپاره د ټولشموله او سائنټفك تګلارې وضعه كولو امر

  اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف په بېلو څانګو كښې د ټېكس د استعداد تخمينې د ټولشموله او سائنټيفك تګلارې وضعه كولو امر كولو وئېلي دي حكومت به برآمدي او ځايې څانګو ته چې څومره هم ممكن وي آسانۍ وركوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په اېف بي آر اصلاحات اوونيزه د جاج …

 

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف په بېلو څانګو كښې د ټېكس د استعداد تخمينې د ټولشموله او سائنټيفك تګلارې وضعه كولو امر كولو وئېلي دي حكومت به برآمدي او ځايې څانګو ته چې څومره هم ممكن وي آسانۍ وركوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په اېف بي آر اصلاحات اوونيزه د جاج اغستو غونډه د شورو په ورځ وشوه په كومه كښې چې د محصولاتو زياتوالي او اداره جاتي اصلاحاتو سره د اړوند پېشرفت بشپړ جاج واغستے شو۔ وزيراعظم غونډې ته خطاب كښې هدايت وكړو چې بيلو څانګو كښې د ټېكس د استعداد تخمينې لپاره دې يو بشپړ او سائنټيفك تګلاره وضعه كولو سره وړاندې كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د چينو پيداواري څانګې او د اېف بي آر شمېرو كښې هم آهنګي د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې د ايف بي آر لخوا نصب كړی شوې ټرېكنګ نظام فعاله او ښه كاركردګي رامخې ته كوي۔ په دې لړ كښې د اېف بي آر د چيئرمېن او د هغه د ډلې هڅې د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د ټېكس حوالې سره چې څومره هم ممكن وه ځائي او برآمدي څانګې ته آسانۍ وركړې او سباؤن كښې به هم دا لړۍ روانه ساتلې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د اېف بي آر چيئرمين او سينئر افسران دې د هرې مياشتې وړومبۍ اونۍ كښې كراچۍ كښې موجود وي دغسې چې د كاروباري ورورولۍ مسئلې په وخت واورېدلې شي او حل كړی شي۔وزيراعظم ووئيل په اېف بي آر كښې به تقررۍ او تبادلې يوازې د ميرټ په بنياد كولې شي۔غونډې ته ووئيل شو چې ټېكس مقدمو كښې غېر ضروري قانوني كارروائي كمولو لپاره كېس سكروټني كمېټي جوړولې شي كومه به چې ټېكس سره د اړوندو مقدمو د اندراج پرېكړه په مېرټ كوي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ٬ډاكټر مصدق ملك٬احد خان چيمه٬ اورنګزيب٬عطاﺀ تارړ٬شزه فاطمه خواجه٬علي پروېز ملك٬وزير مملكت بلال اظهر كياني ٬ د سټيټ بانك ګورنر جميل احمد او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔

 

 

مزید خبریں