اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په کامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هند په سرپرستۍ كښې د هڅې كوونكو فتنة الخوارج او فتنة الهند د 32 ترهګرو په وژلو د دوي د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت ووئيل …
صدر مملکت آصف علي زرداري په کامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په کامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هند په سرپرستۍ كښې د هڅې كوونكو فتنة الخوارج او فتنة الهند د 32 ترهګرو په وژلو د دوي د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت ووئيل د هند ملاتړ لرونكو ترهګرو ناوړه عزائم به په هر قيمت ناكامه كولې شي۔ ده ووئيل قام د خپلو مېړنو ځواكونو تر څنګ ولاړ دے٬ د فتنة الخوارج او فتنة الهند د ترهګرو په ضد روانې كارروائۍ د قامي سلامتيا تحفظ لپاره ضروري دي۔ صدر مملکت ووئيل د پاكستان د امن، استحکام او خپلواكۍ په ضد هر سازش به قامي عزم او د امنيتي ځواكونو وظيفائي صلاحيتونو د لارې ناكامه كولې شي











