اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان ترهه ګرو په ضد په كامياب آپرېشنز امنيتي ځواكونو ٬ افسرانو او اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم خېبر ضلع كښې د 24 خارجيانو او نوشكي ضلع كښې د فتنة الهندوستان 8 ترهه ګرو په …
وزيراعظم بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان ترهه ګرو په ضد په كامياب آپرېشن كولو ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان ترهه ګرو په ضد په كامياب آپرېشنز امنيتي ځواكونو ٬ افسرانو او اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم خېبر ضلع كښې د 24 خارجيانو او نوشكي ضلع كښې د فتنة الهندوستان 8 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو پيشه ورانه صلاحيتونه وستاېل۔وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ لعنت هېواد څخه تر بشپړه خاتمې به د هغوي په ضد جنګ روان ساتلې شي۔ده ووئيل د امنيتي ځواكونو افسران او اهلكار د هېواد امن ته د زيان رسونكو ترهه ګرو په ضد موثره كارروائي كوي۔ ده زياته كړه چې د هېواد د حفاظت كوټلي عزم كښې زما پشمول ټول قوم پاك پوځ سره يو برابر ولاړ دے۔










