وفاقي تعليمي بورډ د اسلام آباد د اېس اېس سي پارټ ون او ټو كلنيو امتحانونو نتيجې اعلان كړې

  اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وفاقي تعليمي بورډ د اسلام آباد د اېس اېس سي پارټ ون او ټو د كلنيو امتحانونو (2026) نتيجې اعلان كړې چې پكښې په سائنس ګروپ كښې وړومبې پوزيشن د پاسبان پېنډي کېنټ آرمي پبلک سکول اېنډ کالج فار ګرلز عفيرا اعجاز، 1089 نمبرو سره ترلاسه كړو، دوېم پوزيشن د آرمي پبلک سکول اينډ کالج، مظفرآباد (آزاد  کشمير) آمنه نعمان، 1088 نمبرو …

 

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وفاقي تعليمي بورډ د اسلام آباد د اېس اېس سي پارټ ون او ټو د كلنيو امتحانونو (2026) نتيجې اعلان كړې چې پكښې په سائنس ګروپ كښې وړومبې پوزيشن د پاسبان پېنډي کېنټ آرمي پبلک سکول اېنډ کالج فار ګرلز عفيرا اعجاز، 1089 نمبرو سره ترلاسه كړو، دوېم پوزيشن د آرمي پبلک سکول اينډ کالج، مظفرآباد (آزاد  کشمير) آمنه نعمان، 1088 نمبرو او درېم پوزيشن د فضائيه انټر کالج جناح کيمپ کھنه روډ پېنډي کينټ حذيفه حېدر، 1086 نمبرو سره ترلاسه كړو٬ په هيومېنټيز ګروپ كښې وړومبې پوزيشن د سي بي پبلک ګرلز سکول اينډ کالج آفيسر کالوني واه کينټ فاطمه زهرا1037 نمبرو سره ترلاسه كړو۔ دويم پوزيشن د انسټي ټيوټ آف اسلامک سائنسز، ستره ميل (اېف اے) او ډي ايچ اے سينئر سکول فار ګرلز فيز فائيو ډي ايچ اے لاهور کينټ معاذ او منال زاهد 1031 نمبرو سره ترلاسه كړو۔ درېم پوزيشن د پاکستان ايجوکيشن اکيډمي دبۍ متحده عرب امارات انيسه نثار، 1023 نمبرو سره ترلاسه كړو٬ د نتيجو اعلان د شورو په ورځ د تعليم وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي په يوه دستوره كښې وكړو چې پكښې د اېف بي آئي اېس سي چيئرمين پروفيسر ډاکټر اکرام علي ملك، د تعليم پوهانو، ځانګړې پوزيشن هولډرز زده كوٶنكو ٬د دوي مور پلار ٬ د تعليمي ادارو مشرانو او د بورډ اعلېٰ چارواكي هم موجود وو