اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د قامي روغتيا وزير مملکت ډاکټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي چې د پاکستان په آبادۍ كښې په تندۍ سره اضافه يو سنګين قامي چېلنج دے، د دې مخه نيولو لپاره مؤثره اقدامات او اولسي خبرتيا ضروري ده٬ د مور او بچي صحت او خانداني منصوبه بندۍ سره د اړوند سامان سپارلو دستورې ته خپله وېنا كښې ده ووئيل كه د آبادۍ …
آبادۍ كښې تندۍ سره زياتوالې يو سنګين قامي چېلنج دے، د روغتيا وزير مملكت قامي صحت سره اړوندې دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د قامي روغتيا وزير مملکت ډاکټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي چې د پاکستان په آبادۍ كښې په تندۍ سره اضافه يو سنګين قامي چېلنج دے، د دې مخه نيولو لپاره مؤثره اقدامات او اولسي خبرتيا ضروري ده٬ د مور او بچي صحت او خانداني منصوبه بندۍ سره د اړوند سامان سپارلو دستورې ته خپله وېنا كښې ده ووئيل كه د آبادۍ زياتېدو روان سرعت برقرار پاتے شو نو تر 2040 د پاکستان آبادي تر 40 کروړه رسېدې شي۔ده ووئيل په زياتېدونكې آبادۍ قابو موندلو لپاره انفرادي شعور، سماجي ذمه واري او د خبرتيا مؤثره كمپائنز د وخت اهم ضرورت دے٬ ډاکټر مختار بھرتھ ووئيل د مور صحت د يوې مضبوطې، صحت مندې او خوشحاله كورنۍ بنياد دے، دې لپاره د مور بچي صحت او د خانداني منصوبه بندۍ خدماتو ته لا موثره او د لاسرسۍ وړ جوړول حکومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د آبادۍ په اضافه قابو موندلو لپاره نيشنل کونسل جوړ كړے دے كوم چې د دې قامي مسئلې مخه نيولو لپاره په كوټلې لائحه كار كوي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د صحت وفاقي وزارت او اړوند ادارو او شراکت دار تنظيمو په مرسته به د مور او بچي صحت ته وده وركولې شي او دې سره اړوندې آسانۍ به برابرولې شي دغسې چې په هېواد كښې د صحت مند كورنيو او متوازن آبادۍ هدف ترلاسه كړې شي










