وفاقي وزير محسن نقوي ډي ايس پي مريد بګټي شهيد ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وطن لپاره په مړانه د خپل ژوند قرباني وركوونكي ډي ايس پي مريد بګټي شهيد ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ خپل بيان كښې محسن نقوي ووئيل چې ډي ايس پي مريد بګټي د بارکھان په ركني سيمه كښې د اپريشن په مهال شهيد شوے٬ ډي ايس پي مريد بګټي شهيد د مړانې ،فرض شناسۍ او قربانۍ هغه …

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وطن لپاره په مړانه د خپل ژوند قرباني وركوونكي ډي ايس پي مريد بګټي شهيد ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ خپل بيان كښې محسن نقوي ووئيل چې ډي ايس پي مريد بګټي د بارکھان په ركني سيمه كښې د اپريشن په مهال شهيد شوے٬ ډي ايس پي مريد بګټي شهيد د مړانې ،فرض شناسۍ او قربانۍ هغه لازوال مثال پرېښودلې په كوم چې ټول قام وياړي۔  قام به د بلوچستان پوليس مېړنو ځوانانو  قربانۍ تل ياد ساتي ۔ په دې موقع محسن نقوي د ډي ايس پي مريد بګټي په شهادت غمژَنې كورنۍ سره د خواخوږۍ او يووالي څرګندونه هم وكړه۔

مزید خبریں