اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې د امريكې د كانګريس پلاوي دورې په موقع وېنا وكړه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په امريكائي پلاوي كښې د امريكې د ايوانِ نمائندګان غړي ريان زنکے او مائيکل بامګارټنر نه علاوه 33 كسيزه كاروباري پلاوې هم شامل ٶ۔ د پلاوي هركلي كولو سره …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار خارجه دفتر كښې د امريكائي كانګريس پلاوي ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې د امريكې د كانګريس پلاوي دورې په موقع وېنا وكړه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په امريكائي پلاوي كښې د امريكې د ايوانِ نمائندګان غړي ريان زنکے او مائيکل بامګارټنر نه علاوه 33 كسيزه كاروباري پلاوې هم شامل ٶ۔ د پلاوي هركلي كولو سره نائب وزيراعظم د وزيراعظم شهباز شريف او د امريکي صدر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ كښې د پاکستان او امريکې په اړيكو كښې په نوي پېشرفت رڼا واچوله۔ ده د پارلماني روابطو تسلسل، د اقتصادي مرستې وده او په اولسي كچه راوبط لا قوي كولو لپاره د دوه اړخيزه اړيكو پراختيا لپاره د پاکستان د عزم پخلې وكړو۔ نائب وزيراعظم تجارت، سرمايه کارۍ، جدت، ټيکنالوجي، توان، زراعت، مينوفيکچرنګ، کان کني او د معدنياتو پشمول د شريكې خوښې په نورو څانګو كښې د مرستې زياتولو د پراخه امكاناتو په ضرورت زور راوړو۔ ده د امريکي کاروباريانو ته په پاکستان كښې د سرمايه کارۍ بلنه وركولو سره د دې عزم پخلې وكړو چې حکومت به په سرمايه کارۍ كښې سهولت وركولو، اقتصادي اصلاحاتو ته وده وركول او د مشترکه پرمختګ او سوكالۍ ودې لپاره د اوږدې مودې د شراکت دارو ډاډګيرنه روانه ساتي








