د آزاد كشمير اولس د مسلم ليګ(ن)په كاركردګۍ باور كړې٬د ټګۍ تورونه بې بنسټه دي: وفاقي وزير احسن اقبال

  اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د آزاد جمو و كشمير اوسنو ټاكنو كښې اولس د مسلم ليګ(ن)په كاركردګۍ د بشپړه باور څرګندونه كړې او د پاكستان پيپلز پارټۍ لخوا د ټګۍ تورونه بې بنسټه دي او د غېر جمهوري رويې عكاسي كوي۔د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري سره پرېس كنفرنس ته خپله وېنا …

 

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د آزاد جمو و كشمير اوسنو ټاكنو كښې اولس د مسلم ليګ(ن)په كاركردګۍ د بشپړه باور څرګندونه كړې او د پاكستان پيپلز پارټۍ لخوا د ټګۍ تورونه بې بنسټه دي او د غېر جمهوري رويې عكاسي كوي۔د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري سره پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې احسن اقبال وويل چې تر 9 بجو د پيپلز پارټي لخوا كوم ډول شكايت نه و رامخې ته شوې او د انتخابي نتيجو رامخې ته كېدو او ماتو نه پس د ټګۍ تورونه ولګولې شوو كوم چې نه يوازې د انتخابي عمل بلكې د ووټ وركونكي اولس هم سپكاوې دې۔وفاقي وزير د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري بيانونه “بچګانه”ګرځولو سره وويل چې هغه له هم هغه جمهوري روايت خپلول پكار وو د كوم مثال چې وزيراعظم شهباز شريف د ګلګت بلتستان ټاكنو نه پس مخالفينو له مباركي وركولو سره جوړ كړے و۔