اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي چې د آزاد جمو كشمير ټاكنې په بشپړه توګه منصفانه٬سپيځلې او غېر جانبدارانه وې۔ اولس په آزادنه توګه خپل ووټ وكارولو۔ نيوز كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل چې الېكشن كمېشن او اړوندې ادارې خپلې آئيني او قانوني ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كوي چې په نتيجه كښې يې د ټاكنو …
د آزاد جمو كشمير ټاكنې منصفانه٬سپيځلې او بې پرې وې ٬ اولس آزادۍ سره خپله رايې وكاروله: ډاكټر طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي چې د آزاد جمو كشمير ټاكنې په بشپړه توګه منصفانه٬سپيځلې او غېر جانبدارانه وې۔ اولس په آزادنه توګه خپل ووټ وكارولو۔ نيوز كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل چې الېكشن كمېشن او اړوندې ادارې خپلې آئيني او قانوني ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كوي چې په نتيجه كښې يې د ټاكنو عمل پرامن٬منظم او سپيځلې ماحول كښې بشپړ شو٬اولس په جمهوري عمل د باور څرګندونه كولو سره بشپړه انداز كښې ټاكنو كښې برخه اخستلې او د خپلې رائے آزادانه اظهار يۍ كړې۔ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل چې آزاد جمو كشمير اولس د خپل ووټ د لارې جمهوري اقدار قوي كړل۔ ده ووئيل چې د ټاكنو نتيجې د اولسي پريكړې عكاسي كوي او ټول سياسي ګوندونو له د اولسي مينډيټ احترام كولو سره جمهوري روايات ته وده وركول پكار دي۔









