ګورنر هاؤس كښې د صدر مملكت آصف علي زرداري د 71 مې سالګرې دستوره ٬د پنجاب ګورنر كاركنانو سره كېك پرېكړو

  لاهور 28 جولائي (اے پي پي) د صدر مملكت آصف علي زرداري د 71مې سالګرې په موقع د لاهور په ګورنر هاؤس كښې دستوره وشوه۔د پنجاب ګورنر سردار سليم حېدر خان د ګوند كارمندانو سره كېك پرېكړو او د صدر مملكت اوږد عمر لپاره يۍ دعا وكړه۔ په دې موقع خبرو اترو كښې ګورنر ووئيل چې د صدر مملكت آصف علي زرداري د مفاهمت په سبب په هېواد كښې …

 

لاهور 28 جولائي (اے پي پي) د صدر مملكت آصف علي زرداري د 71مې سالګرې په موقع د لاهور په ګورنر هاؤس كښې دستوره وشوه۔د پنجاب ګورنر سردار سليم حېدر خان د ګوند كارمندانو سره كېك پرېكړو او د صدر مملكت اوږد عمر لپاره يۍ دعا وكړه۔ په دې موقع خبرو اترو كښې ګورنر ووئيل چې د صدر مملكت آصف علي زرداري د مفاهمت په سبب په هېواد كښې د جمهوريت تسلسل روان دے۔ده ووئيل صدر آصف علي زرداري كمال لرونكې شخصيت او اعلٰی سياستدان دے۔ د پنجاب ګورنر ووئيل چې د پيپلز پارټي قيادت تل د جمهوريت لپاره قربانۍ وركړې دي او وركوي به۔